fbpx

چارواکي:په اروزګان او ډايکونډي کې ۱۷ وسله والو ته مرګژوبله اوښتي ده

خبريال:حکمت الله احسان

په سويل کې امنيتي چارواکي وايي د افغان ځواکونو په هوايي بريدونو او ځمکنيو عملياتو کې په اروزګان او ډايکنډي کې ۱۱ وسله وال وژل شوي او ۶ نورټپیان دي.

د ۲۰۵ اتل قول اردو څخه خبريال ډاټ کام ته په راليږل شوي خبرپاڼه کې وويل شوي چې د افغان ځواکونو د هوايي بريدونو پرمهال د اروزګان په خاص اروزګان ولسوالۍ کې ۵ وسله وال وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.

سرچينه همداراز زياته وي چې دافغانستان په ډايکنډي ولايت کې هم افغان ځواکونو عمليات ترسره کړي دي چې پرمهال يي ۶ وسله وال وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.

خبرپاڼه وړاندي ليکي چې د دغو هوايي بريدونو او ځمکنيو عملياتو پرمهال د وسله والو يو شمير پټنځايونه او وسلي هم لمنځه وړل شوي دي.

د افغان چارواکو ددغو څرکندونو په تړاو تردامهاله کومي وسله والي ډلي څه نه دي ويلي.

 

Loading...