fbpx

جاپان کې د بشپړ خوب په بدل کې د پیسو ورکړه

جاپان چې د نړۍ د پر مختللو هیوادونو څخه ګڼل کېږي‌، ښايي علت به یې دا وي‌چې وګړي یې تر خوب او لټي زیات کار ته لیواله او د خپل خوب وخت هم په کار تېره وي .

خو ځینو کمپنیو ته دا اندېښنه ورپېدا شوې ده چې بشپړ خوب کول تر کار زیاته ګټه لري‌. دا علت دی چې د فتري‌مامورینو ته د (۵)‌ساعته هره شپه خوب کولو په صورت کې څلور نیم ډالره او د (۶) ساعته خوب په بدل کې (۹)‌ امریکايي ډالره په اونۍ کې ورکول کېږي‌. دا پیسې به دیوه بونس کارټ په صورت کې مامورینو ته ورکول کېږي‌چې خوراک او څیښاک په وکړي .

دا کار یوې جاپانۍ کمپنۍ د اکتوبر له (۱۰) نېټې پیل کړی دی . جاپاني ‌کاریګر به اوس له یوه لوري‌خوب پوره کوي‌او له بله اړخه به د خوب په بدل کې معاوضه ورکول کېږي . د بشپړ خوب د معلومولو لپاره یو ځېرک اپلیکیشن جوړ کړل شوی دی چې تر ډېره بریده بریالی بلل شوی دی .

دا اپلیکېشن به په ځېرک تلیفون کې چالاندیږي‌او د خوپر پر مهال به د بستر تر خوا پروت وي‌او ځېرک تلیفون به دا معلوموي‌چې دا کس څومره خوندور ویده دی او په کومه اندازه خوب یې کړی دی .‌ جاپانیان وايي چې یوه بالغه کس ته په ۲۴ ساعتونو کې لږ ترلږه د ۶ ساعته خوب اړتیا ده ، خو د هغه هیواد ډېری وګړي‌د خپل کار سره د میني‌په خاطر ۶ ساعته بشپړ خوب نه کوي .