fbpx

اروزګان:دسولې تږو ځوانانو وينه ورکړه

خبريال:حکمت الله احسان

اروزګان کې د چهار شنبې په ورځ لسګونه ځوانانو د اروزګان ځوانانو په نوم ددغه ولايت په ولايتي روغتون کې  د وينې بانګ ته  د جګړي قربانيانو په نوم  زرګونه سي سۍ وينه ورکړه.

اروزګان کې د سولي تږي ځوانان وايي له ويني څخه يي هدف په هيواد کې سوله ده او د جګړي له قربانيانو سره يي د خپل تن د ويني مرسته په وسه کې وه.

دوی د جګړي له شکېلو غاړو غوښتنه کوي چې هيواد کې دي د سولې لپاره هلۍ ځلۍ وکړي او نور دي جګړه بس کړي.

بلخوا د جګړي هغه قربانيان چې د جګړو پرمهال ژوبل شوي او نن  ورسره  د يو شمير ځوانانو له لوری د ويني مرسته وشوه، له نورو کسانو هم  غوښتنه کوې چې ورته اقدام وکړي د جګړو څپلو سره تر خپل وسي مرسته وکړي.

دوی زياته وي له جګړو څخه سخت ستړي شوي او وسله والو ډلو ته خواست کوي چې جګړه بس کړي.

دا په داسي حال کې ده چې له تير څه کم دريو کلنو راهیسي اروزګان کې جګړو زور اخیستي چې له امله  يي ګڼ شمير ملکي کسان د مالې او ځانې زيان سره مخ شوي دي.