fbpx

کوچنی راشد خان (احمد قريشي)

لکه څنګه چې راشد خان په کم عمر کې ځان پر نړيوالو وپېژنده، همداسې نور کوچني افغان لوبغاړي هم شته چې له استعدادونو څخه برخمن دي، خو که څوک ورته د ځان ځلولو موقع ورکړي.

احمد قريشي په ننګرهار کې د کرکټ يو (لس) کلن کوچنی لوبغاړی دی، چې خلک ورته کوچنی راشد خان وايي، هغه د راشد خان په څېر توپ اچونه کوي او زيات مينوال يې پيدا کړي دي. له نوموړي سره د خبريال ډاټ کام لپاره يوه ځانګړې مرکه کړې چې تاسو يې لوستلو ته راوبولو:

خبريال: پوره نوم دې څه دی، د کوم ولايت يې او اوس چېرې اوسېږې؟

احمد قريشي: احمد قریشي مې نوم دی، د ننگرهار ولایت کامې ولسوالۍ څخه يم او اوس په بهسودو ولسوالۍ کې اوسېږم.

خبريال: څو کلن يې او له څومره مودې راهيسې کرکټ کوې؟

احمد قريشي: لس کلن يم او له لسو مياشتو راهيسې مسلکي کرکټ ترسره کوم.

خبريال: ښوونځي ته هم ځې که نه؟

احمد قريشي: هو، زه اوس په شپږم ټولګي کې يم او ترڅنګ يې د انګليسي کورسونه هم تعقيبوم.

خبريال: په کرکټ کې کوم رول لرې، يعنې توپوهونکی يې، توپ اچوونکی او که الراونډر؟

احمد قريشي: زه توپ اچوونکی يم.

خبريال: کوم ډول توپ اچونه کوې؟

احمد قريشي: په ښي لاس لېګ بريک او ګوګلي توپ اچونه کوم.

 خبريال: په نړيوال کرکټ کې له چا څخه متاثر يې او څوک دې ډېر خوښېږي؟

احمد قريشي: په نړيوال کرکټ کې له راشد خان څخه ډېر متاثر يم، هغه مې خوښېږي او د هغه په ډول توپ اچونه کوم.

خبريال: تر اوسه دې په کورني کرکټ کې کومې رسمي سيالۍ ترسره کړي؟

احمد قريشي: دا چې زما لس مياشتې کېږي مسلکي کرکټ کوم، نو تر اوسه مې يوازې په انټر کلب سيالیو کې برخه اخيستې.

خبريال: په کومه سيالۍ کې دې ښه لوبه ترسره کړې او څه دې کړي؟

احمد قريشي: په يوه شل اوريزه سيالۍ کې مې په څلورو اورونو کې (۵) لوبغاړي سوځولي او يوازې (۱۵) منډې مې ورکړې دي.

خبريال: ستاسو يوه ويډيو چې د بهسودو په لوبغالي کې مو توپ اچونه کړې پر ټولنيزو رسنيو زياته کتل شوې، که د هغې کيسه راته وکړئ چې  په دغې سيالۍ کې مو څه کړي و او د دغې ويډيو وروسته مو څومره شهرت ترلاسه کړ؟

احمد قريشي: هو باالکل دا لوبه مې څلور مياشتې وړاندې د يوې ځايي لوبډلې پر وړاندې ترسره کړې وه، په دغه لوبه کې مې په څلورو اورونو کې درې لوبغاړي سوځولي وو او (۱۸) منډې مې ورکړې وې، تر دې وړاندې مې دومره مينوال او شهرت نه درلود، خو کله چې د دغې توپ اچونې ويډيو مې پر ټولنيزو رسنيو خپره شوه، نو ډيرو زياتو خلکو خوښه کړه او زه يې تشويق کړم، تر هغې وروسته به لویو سياليو ته دعوت کېدلم.

خبريال: تېره شپه مو له راشد خان سره پر فيسبوک ويډيويي خبرې وکړې، څه مو سره وويل؟

احمد قريشي: راشد خان ډېر تشويق کړم، راته يې وويل چې ته په کم عمر کې له ما هم ښه توپ اچونه کوې، کوښښ وکړه تمريناتو ته دوام ورکړې، ډېر ژر به د هيواد استازولي وکړای شې. هغه وويل، ما ستا ويډيو وکتله او ډېره مې خوښه شوه، زه ستا توپ اچونه ستايم او د لا برياليتوبونو هيله درته کوم. زه چې کله هېواد ته راشم تا سره له نږدې ګورم او ځينې مهمې مشورې درسره شريکوم.

خبريال: ته چې کوم کلب کې لوبېږې، تر تا کمره لوبغاړي هلته شتون لري؟

احمد قريشي: نه هلته زه کم عمره لوبغاړی يم، تر ما کشران نشته.

خبريال: تر اوسه دې له کومو مشهورو لوبغاړو سره يو ځای کرکټ کړی؟

احمد قريشي: له ډېرو نوموتو افغان لوبغاړو سره مې يو ځای سيالۍ ترسره کړې دي، د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې او د فرسټ کلاس نړيوال ريکارډ جوړوونکي لوبغاړي  بهير محبوب سره مې سيالۍ ترسره کړي. له شوکت زمان سره مې هم ډېرې سيالۍ يو ځای ترسره کړې دي، نوموړی اوس کابل لوبډله کې لوبېږي. د (۱۹) کلنو لوبډلې پخواني لوبغاړي زبير سره مې هم يو ځای کرکټ کړی. همداسې له نورو کورني پياوړو او مشرانو لوبغاړو سره مې هم سيالۍ ترسره کړې دي.

خبريال: تاسو وويل چې زه په انټرکلب سياليو کې هم لوبېدلی يم، هلته مو کومه لوبه کې ښه توپ اچونه کړې؟

احمد قريشي: هو په يوه سيالۍ کې مې په څلورو اورونو کې (۲۱) منډې ورکړې او درې لوبغاړي مې وسوځول، دا په داسې حال کې چې دوه کيچونه مې د ډګر ساتونکو له لوري وغورځول شول.

خبريال: له ننګرهار پرته مو کوم بل ولايت ته د کرکټ په موخه سفر کړی؟

احمد قريشي: بلې هو! کونړ او لغمان ته د کرکټ لپاره تللی يم او هلته مې کرکټ ترسره کړی دی.

خبريال: ستاسو په کورنۍ کې نور څوک کرکټ کوي که نه؟

احمد قريشي: يو ورور مې کرکټ کاوه، خو اوس يې پريښی دی او ټوله پاملرنه يې ما ته ده.

خبريال: کرکټ مو څنګه پيل کړ، چا مشوره درکړه، شوق مو و او که ساعت تېری مو کاوه؟

احمد قريشي: زه مې له مشر ورور سره اکاډمۍ ته تللم، هلته به مې سيل کاوه، کله کله به مې ورته وويل زه يو توپ اچوم، همداسې ځينې ورځې به مې يو يو توپ اچوه، کله چې روزونکي وليدلم، زما مشر ورور ته يې وويل، دا دې څه کېږي، هغه ورته وويل دا مې کشر ورور دی، روزونکي وويل، ده مخکې کله اکاډمۍ کې کرکټ کړی، ورور مې وويل، نه. روزونکي ورته وويل، دا سبا راوله او دلته به کرکټ کوي، ورور مې چې سبا تللی و، زه يې له ځانه سره نه وم وړی، روزونکي ترې پوښتنه کړې وه چې ولې دې نه  دی راوستلی هغه ته ما د کرکټ لباس اخيستی، بيا مې ورور بوتلم او مسلکي کرکټ مې پيل کړ.

خبريال: د کورنۍ په غړو کې مو څوک ډېر ملاتړ کوي؟

احمد قريشي: د کرکټ ممانعت مې هېڅوک نه کوي، خو پلار او مشر ورور مې (عبدالله) بې وظيفې دي، بل ورور مې د لاسو مزدوري کوي او زما د کرکټ مصارف پرې کوي، هغه زما هر ډول ملاتړ کوي، هغه که مالي وي يا معنوي.

خبريال: لوی ارمان دې څه دی؟

احمد قريشي: ارمانونه خو مې ډېر دي يو نه دی، لومړی ارمان مې دا دی چې په راتلونکو دوه يا درې کلونو کې د افغانستان لپاره استازولي وکړم، په افغانستان پریمير ليګ کې د کابل لوبډلې لپاره ولوبېږم. د هندوستان په تجارتي سياليو (ای پي ايل) کې ولوبېږم او په لومړي ځل لوبېدو سره د خپل هېواد نوم روښانه کړم.

نور ارمانونه مې دا دي چې د ژوند تر وروستۍ سلګۍ د هېواد لپاره خدمت وکړم او همدا شان دا مې هم يو ارمان دی چې قران کريم حفظ کړم.