fbpx

سولې شورا: د مسکو ناسته به د لاسته راوړونو ډک وي

خبريال:حکمت الله احسان

د افغانستان د سولې په تړاو د مسکو د ناستې په اړه د روسي چارواکو له تازه څرګندونو وروسته د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، په دغه ناسته کې به تر ډېره د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پر پیاوړتیا تمرکز وشي.

د دې شورا ویاند سید احسان طاهري د چهارشنبې په رسنيو ته وویل چې د مسکو ناسته به دې ته لار هواره کړي چې د افغانستان د سولې د بهیر د سبوتاژ کوونکو مخه ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې دغه ناستې ته ټولو بلل شویو هېوادونو تائید کړې ده چې د افغانستان د سولې په اړه په دغه ناسته کې ګډون کوي.

ښاغلي کابلوف له ځینو رسنیو سره په مرکه کې ويلي چې د مسکو ناستې ته د افغانستان سربېره د امریکا او طالبانو د استازو په ګډون د لسو هېوادونو استازو ته بلنه ورکړل شوې ده.

ټاکل شوې وې وه د افغانستان په اړه د مسکو ناسته د سپتمبر میاشتې په څلورمه نېټه ترسره شوې وای خو د افغان حکومت په غوښتنه وځنډول شوه.

روسي چارواکو له دې وړاندې ویلي و چې دغه ناسته به د روانې میلادي میاشتې په وروستیو کې ترسره شي.

طالبانو په دې وروستیو کې په دغه ناسته کې د ګډون په اړه څه نه دي ویلي خو له دې وړاندې ویل شوي و چې د دغې ډلې يو پلاوی به د مسکو ناسته کې ګډون وکړي.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې دوهم مرستیال فیصل سمیع د مسکو او طالبانو اړیکو ته په اشارې وايي چې که روسیه وغواړي کولای شي د افغانستان د سولې په بهیر کې ګټور رول ولوبوي.

د مسکو د ناستې د اهمیت او ترسره کېدو په اړه په داسې حال کې دا څرګندونې کېږي چې امریکا هم په دې وروستیو کې د سولې خبرو ته د طالبانو د هڅولو لپاره خپلې هڅې زیاتې کړې دي.