fbpx

د کابل او شمال لویه لاره تړل شوي ده

خبريال:حکمت الله احسان

د بغلان د پلخمري لسګونو اوسېدونکو د پلخمري د شمال باغ په سیمه کې د یوې امنیتي پوستې د ټولو سرتېرو د وژل کېدو په اعتراض کې د کابل شمال لویه لاره تړلې ده.

د وژل شویو اتو سرتېرو خپلوانو دغه مړي پر دې لویه لاره ایښي او اعتراضونه یې دوام لري.

یو شمېر اعتراض کوونکي ادعا کوي چې دغو سرتېرو ته چې له طالبانو سره په شپږ ساعته جګړه کې ټپیان شوي وو، پوځي ملاتړ ونه رسېد او حتی د دوی په خبره، د دولت له لوري د توپ مرمیو له کبله وژل شوي دي.

دغه اعتراض کوونکي د قضیې د پلټنې غوښتنه کوي.

امنیتي مسؤلینو تردامهاله ددغو اعتراض کوونکو په تړاو څه نه دي ويلي.