fbpx

د پک په پر سر وېښتان را شنه شول

د ناسمو درملو خوړلو د یوه پک پر سر ویښتان راشنه کړل .
درمل هم عجبه غوندي‌غبرګونونه ( ریکشنز) لري . یوه پک د جلدي ناروغي یوه دوا خوړلې او دوا بد غبرګون ښودلی دی . خوړل شوي‌درمل د سر د وېښتو سره هیڅ ډول تړاو نه لري‌خو د یوه دایمي پک پر سر یې وېښتان راشنه کړي دي .
ستاسو لپاره ښايي نه منونکې وي ،‌ځو دا پېښه د امریکا په متحده ایالاتو کې شوې ده .
د هغه هیواد د ( جرنل آف امریکن میډیکل ایسوسی ایشن) له لوري‌په خپاره شوي‌راپور کې دا خبره راڅرګنده شوې ده .
که څه هم د هیڅ ډول درملو غبرګون ته په ښه سترګه نه کتل کېږي ،خو دا غبرګون د پکانو او بلکې دایمي ‌پکانو لپاره یو ښه زېری بلل شوی دی .
امریکايي ډاکتران اوس پر دغو درملو نورې ‌تجربې هم کوي‌چې د پکانو دعلاج کار ترې واخلي‌،خو په زړه پوري‌داده چې د دغه پک پر سره ډېر ژر وېښتان راشنه شوي دي .