fbpx

چارواکي:اروزګان کې ۲۴ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

خبريال:حکمت الله احسان

دغه عمليات د ملي اردو ځواکونو د تېرو ۲۴ ساعتونو په جريان ترسره کړي دي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو له قومندانۍ څخه خبريال ډاټ کام ته په رالیږل شوي خبرپاڼه کې راغلي، چې عمليات د اروزګان په ګيزاب او مرکز ترينکوټ کې ترسره شوي دي.
سرچينه کاږي، چې په دغو عملياتو کې ۱۳ وسله وال وژل شوي او ۱۱ نور ژوبل دي.
د سرچينې په معلومات کې راغلي، چې په وژل شوو وسله والو کې د ملا رحمت الله د ډلي غړي، چې په ګڼو بریدونو کې يې لاس درلودي هم شامل دي.
طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي