fbpx

عمران او باجوه د کندهار پېښه غندلې، خو نور پاکستان پرې خوشحالۍ کړي

د پاکستان صدراعظم عمران خان او د پوځ لوى درستيز جنرال قمر جاويد باجوه په رسمي ډول د کندهار خونړۍ پېښه غندلې ده، خو د پاکستان پخوانيو پوځيانو، شنونکو، د پوځ طرفدارانو او نورو پاکستانيانو بيا د جنرال رازق په وژل کېدو خوشحالي ښکاره کړې ده.

عمران خان په خپل ټويټري پېغام کې د کندهار د پنجشنبې د ورځې حمله تروريستي بلې او د پاکستان امنيت يې د افغانستان له امنيت او سولې سره تړلى دى.

عمران خان ليکلي: ((له ولسمشر غني، د قربانیانو له کورنیو او د افغانستان له خلکو سره خواخوږي کوو او ورته لاس په دعا یوو.))عمران خان

عمران خان همداراز ویلي، پاکستان د تلپاتې سولې او ثبات په هڅه کې د افغانستان له خلکو او حکومت سره ملګری دى.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه، چې افغانان یې د طالبانو د مشرانو کوربه او اصلي ملاتړ کوونکی بولي، په یوه لنډ ټویټري پیغام کې د کندهار پېښه غندلې او هیله یې څرګنده کړې چې افغانان او امنیتي ځواکونه یې په افغانستان کې د اوږدې جګړې په پای ته رسولو کې بریالي شي.

باجوه لیکلي: ((په افغانستان کې سوله د سیمې د سولې لپاره ضروري ده. د دې هدف لپاره د ټولو نوښتونو ملاتړ کوم.))آصف غفور

خو د پاکستان د پوځ پخوانى پوځي جنرال غلام مصطفى د جنرال عبدالرازق په وژنه ډېره خوشحالي ښکاره کړې ده او ليکلي يې دي:

((په افغانستان کې د پاکستان دښمنان د جنرال رازق اڅکزي په ګډون د خپلو امنیت ساتونکو لخوا ووژل شول. په پاکستان کې به ځینې کسان ډیر خپه وي. خو داسې ښکاري چې یو ځاى، یو څوک خپل کار ته مکمل ژمن دی.))غلام مصطفى

زېد حامد، چې د پاکستان د پوځ ډېر زيات طرفداره او د دفاعي چارو کارپوه دى، هغه په خپله ټويټرپاڼه ليکلي دي:

((رازق جنګي مجرم و. یو ظالم کس و. امریکا به ورته پیسې ورکولی. د هند د استخباراتو کس و، په پاکستان کې د بلوڅ ملت پالانو ترهگرو ملگری و او د ملگرو ملتونو د ترهگرو په لسټ کې یې نوم شامل و خو امریکا او سي آي ای به ساتلو ځکه چې هغه د پاکستان او طالبانو مخالفه و. ممکنه کندهار به اوس د طالبانو په ولکې کې شي.))زيد حامد

همدا راز د پاکستاني پوځ، استخباراتو او نورو مشهورو پاڼو له خوا هم دا ډول پوسټونه شوي دي، چې د جنرال عبدالرازق په مړينه يې خوښي ښکاره کړې ده او پاکستانيانو ته يې مبارکي ويلې ده.

پاکستان چې زموږ ازلي دښمن دى، تل يې زموږ له وژنې خوند اخيستى دى او زموږ په وير يې خوشحالي کړې ده.