fbpx

سکاټ مېلر: افغانستان يو وطنپال افغان له لاسه ورکړ

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وژنې ته د اشارې په ترڅ کې وايي چې، ده خپل او د افغانستان یو ډېر ښه دوست او وطنپال افغان له لاسه ورکړی.

د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت پر ټویټر په یوه پیغام کې د جنرال میلر له قوله لیکلي چې نوموړی وايي، دی د دې پېښې له کبله د افغانستان ټولو خلکو ته تسلیت وايي.

ياده دې وي چې پرون له غرمې وروسته د کندهار ولايت مقام کې د ناستې پر مهال ډزې پيل شوې، چې پکې د کندهار والي زلمى ويسا، د کندهار امنيه قومندان جنرال عبدالرازق، د کندهار د ملي امنيت رييس مومن حسن خېل، د کندهار د قول اردو قومندان، د منابع بشري رييس، د ملي ټلويزيون کامره مېن او يو شمېر نور کسان ووژل شول، همدا راز په دې پېښه کې د بهرنيو ځواکونو قومندان جنرال سکاټ ميلر روغ ووت او دوه امريکايي سرتېري پکې ټپيان شول.

طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره په کندهار کې د ترسره شوې پېښې مسووليت ومانه. په اعلاميه کې ويل شوي دي، چې په ياده پېښه کې هدف امريکايى قومندان ميلر او د کندهار امنيه قومندان جنرال عبدالرازق و.