fbpx

الجزایزي میرمنو ته دکارپه مهال چادرۍ پوښل منعه شوې

 دالجزایز امنیتي چارواکو خبر ورکړی چې میرمنې دې دکارپه مهال برقع (چادري) نه په سر کوي .

دالجزایرچارواکو هغه مهال داخبر ورکړ چې هیواد کې یې د څوتنو مخپټو وسله والو خبر ورکړل شو.

نوموړو ویلي چې له ۹۲میلادي کال راپه دې خوځینې داسي پېښې شوې چې دمیرمنو له مستورانه حیثیت څخه یې کار اخیستی ،دوی ځکه دا وکړ چې ځیني داعش پلو وسله وال ورځینې ناوړه استفاده کوي.

په ورته مهال ځینو دیني عالمانو دچارواکوپه دې پرېکړه نیوکې کړې اودایې دلویديځوالو دسیسه ګڼلې ،هغوی  په چارواکو ږغ کړی چې دا یو اسلامي شعائر دې باید په دې اړه ډيراحتاط څخه کارواخلي.