fbpx

نيويارک ټايمز: امريکا افغان حکومت له پامه غورځولي دي

خبريال:حکمت الله احسان

يو شمير امريکايي چارواکو ويلي، چې امريکا له طالبانو سره د سولې په اړه ولسمشر غني او د ملي يووالي حکومت چارواکي څنډې ته کړي دي.

د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد افغانستان، پاکستان، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او په قطر کې له طالبانو سره ناست کړي.

د نيويارک ټايمز په وينا، ولسمشر غني له خليلزاد څخه د دغې ناستې جزيات غوښتي، خو هغه نه دي ورکړي، چې له امله يې ولسمشر په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو مشر قومندان جنرال سکاټ ميلر او په کابل کې د امريکا سفیر جان بس ته شکايت کړی دی.

امریکایۍ وال ستریت ژورنال ورځپانه د یوه کس په وینا چې د خلیلزاد او طالبانو ترمنځ له خبرو باخبره دی لیکي چې دا خبرې په پلازمینه دوحه کې شوې، په هغه ځای کې چې طالبان سیاسي دفتر لري.

د تیرو څلورو میاشتو په ترڅ کې دا دوهم ځل دی چې امریکایي چارواکي د طالبانو له استازیو سره مخامخ خبرې کوي. وال ستریت ژورنال لیکي چې تر اوسه روښانه نه ده چې دواړو لوریو پر کومو ځانګړیو موضوعاتو خبرې کړې دي.