fbpx

رحيمي:رحمت الله اطرافي د کندهار سرپرست امنيه قومندان دي

خبريال:حکمت الله احسان

د کورنيو چارو وزارت وايي د کندهار د امنيه قومنداني لپاره ددغه ولايت د امنيت آمر رحمت الله اطرافي د سرپرست امنيه قومندان په توګه دنده پیل کړه.

له دي وړاندي يو شمير سرچينو په خپاره کړي راپورونو کې ويلي وه چې ددغه ولايت لپاره د جنرال رازق ورور تادين خان د سرپرست امنيه قومندان په توګه دنده پیل کړه خو د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمي دا خبره رده وي او زياته وي چې د کندهار ولايت لپاره د کورنيو چارو وزارت د دغه ولايت د امنيه آمر رحمت الله اطرافي د سرپرست قومندان په توګه ټاکلۍ.

د کندهار امنيه قومندان جنرال عبدالرازق تيره ورځ په د کندهار په ولايت مقام کې د يو شمير نورو کسانو سره په يوه بريد کې ووژل شوه.