fbpx

وسله والو طالبانو دکندز لویې لارې تړلې  

دافغانستان شمالي ولایت کندز څخه یوې خبري سرچینې ویلي چې نن جمعې ورځ دوسله والوطالبانو لخوا دکندز- تخار اوکندز-بغلان لویه لاره دترافیکوپه وړاندې تړلې ده.

دخبري سرچینې په وینا چې په ورته مهال دافغان ځواکونو او وسله والوطالبانو ترمنځ دلاري دخلاصون په سرجګړه لا اوس هم روانه ده ،خو ترې دې مهال افغان ځواکونه په دې نه دي بریالي شوي چې دکندزلویه لاره پرانیزي.
خوبلخوا دکندز پولیسو ویاند نورستاني ویلي چې د دوی ترمنځ کومه خاصه نښته نه ده شوې البته ځینې امنیتي سرچینې دلارې بندیدو خبرونه تاییدوي.
خونورستاني وايي چې دکندز لویه لاره دترافیکو په وړاندې پرانستي ده ، هغه وايي چې تراوسه دکندز لویه لارې اوښهري وضعیت ارامه ده.

Your SEO optimized title page contents