fbpx

 په لغمان کې دګډوعملیاتوپه مهال ولسي مرګ ژوبله رامنځ ته شوې

له لغمان څخه ورکړل شوي راپورونه وایي چې، تیره شپه د د دغه ولایت د علینګار ولسوالۍ اړوند نورلام سیمه کې بهرنیانو او افغان ځواکونو ګډ پوځي عملیات ترسره کړي.

سیمیزې سرچینې زیاتوي، د چاپې پر مهال په سیمه کې طالبان نه دي لیدل شوي ،خو د ګډوځواکونو په روانو عملیاتو کې مرګ ژوبله ټوله ولسي خلکوته رسیدلې ده.

هغوی زیاتوي چې ددې عملیاتوپه ډزو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ کلیوال شهیدان شوي او یو شمیر نور ټپیان دي
افغان دولت اوبهرني ځواکونوتراوسه دې اړه څه نه دي ویلي

داپه داسي حال کې چې دوې ورځې وړاندې دبشري ټولنو نړۍ والې ادارې خبر ورکړی چې په راونو شپنۍ چاپو دوسله والوپه تعرضي بریدونو کې ولسي مرګ ژوبله ډیره شوې ده.

هغوی په دواړو غاړو ږغ کړی چې په دې اړه جدې پاملرنه وکړي.