fbpx

سوله، ستره لوبه او د افغانانو قرباني

ليکوال : خليل الرحمن اميد

وروسته له هغه چې امریکا وډاره شوه چې د طالب پروژه یې له لاسه وزي او د روسیې لاس ته لویږي نو یې د سولې خبرې یو څه زیاتې کړې. طالب تر بل هر چار ډېر د پاکستان په لاس کې دی، ځکه هر څه چې پاکستان وغواړي پر طالب یې له دې کبله مني چې د طالب مشرانو بچیان د پاکستان د (ای اېس ای) په لاس کې دي.

کله چې امریکا څو کاله وړاندې وغوښتل د طالب ځای ناستی داعش کړي او په افغانستان کې دې پروژې ته د روسیې د ځپلو لپاره دوام ورکړي او یا هم خپل ملت ته ووايي چې د طالب په نامه هغه ډله یې له منځه یوړه چې د امریکا او د هغه د شریک افغانستان لپاره ګواښ و. نو پاکستان پوی شو او روسیې ته یې ورودانګل.

پاکستان له دې لوبې د ځان په ګټه ستره ګټه واخیسته، یاد به مو وي چې د همدې لویو پروژو د ادلون بدلون پر مهال روسیې له پاکستان سره ګډ پوځي مانورونه او تمرینونه پیل کړل. روسي عسکر راغلل او د پاکستان عسکرو ته یې روزنه او مرسته ورکړه. همدا د پاکستان د لوبې د بدلون وخت و چې نوره یې امریکا د خپلې بادارۍ له درجې څخه راوغورځوله او پاکستان د امریکا لپاره هغه ناسور شو چې په خپله یې په دې سیمه کې رامنځته کړی و. کله چې امریکا غوښتل په افغانستان کې داعش د طالب ځای ناستی کړي او د پاکستان له لاس څخه یې وباسي نو پاکستان سمدلاسه روسیې ته لاس اوږد کړ او ورته یې وویل چې راشه څنګه مې چې ته له افغانستان څخه د امریکا په مرسته او مجاهدينو په زړورتیا له افغانستان څخه وایستلې همداسې بله وسیله (طالب) هم په لاس کې لرم چې کولی شې امریکا پرې وډاره کړې او د ځان لپاره د آسیا په زړه (افغانستان) کې بیا ځای پیدا کړې. همداسې وشول روسیې په ښکاره له طالبانو ملاتړ اعلان کړ او ویې ویل چې د داعش د ځپلو لپاره له طالبانو ملاتړ کوي تر څو د هغوی وګړو ته زیان ونه رسیږي. د لوبې په دې پړاو کې روسیې له اېران څخه هم غوښتنه وکړه چې د یوه اسلامي هېواد له نامه څخه د ګټې اخیستنې په خاطر راشه طالب د ځان کړه او خپلو لویو موخو ته د امریکا پر وړاندې ځان ورسوه. (د ایران لویې موخې د امریکا پر وړاندې درېدل، د داعش ځپل، او له افغانستان څخه د هغوی د اوبو ګټه) دي. همدا و چې په ډېرو ځایونوکې طالبانو ته ایران وسلې ورکړې مرستې یې ورسره وکړې او آن د هلمند په ځينو سیمو کې یې طالبانو ته کوچنۍ کښتۍ هم ورکړې چې د سنګین ولسوالۍ غوندې ځینو سیمو کې د هلمند پر سیند پرې یوې او بلې خوا ته تګ راتګ وکړي، د فراه په جګړه کې د ایران وسلې وکارېدې او  ایران طالبانو ته ډرون الوتکې هم ورکړې چې په غزني کې یې بېلګې ولیدل شوې او د هغو په مرسته یې سیمې تر کنټرول لاندې راوستلی شوې، ټولې سیمې یې د همدې ډرون کمرو په مرسته وارزولې او پر غزني یې برید وکړ.

طالب د پاکستان په لاس کې:

طالب ځکه په بشپړه توګه د پاکستان له لاسه نه وزي چې کورنۍ او داسې قومندانان یې د (ای اېس ای) په لاس کې دي چې د جګړې پراخه برخه رهبري کوي. کله چې طالبان د پاکستان له غوښتنو او اوامرو څخه سرغړونه وکړي نو پر طالب مشرانو او د هغوی پر کورنیو فشار زیات شي او شکنجې ورکول کيږي نو له همدې کبله د طالبانو مشران اړ دي چې په افغانستان کې د هر ډول جګړې او د جګړې د شدت امر ورکړي.

روسیه اوس په ګټه کې ده او غواړي چې د افغانستان مشران په هغه صورت کې له طالبانو سره خبرو ته کېنوي چې د طالبانو (پاکستان) غوښتنې ومنل شي خو افغان چارواکي ځکه په مسکو کې خبرې اترې نه غواړي چې د امریکا فشار پرې پروت دی.

لوبه او د افغانانو قرباني:

اوس امریکا هڅه کوي چې له هرې ممکنې لارې څخه له طالبانو سره څه ناڅه جوړجاړي ته ورسیږي تر څو دا ځواک بیرته د روسیې له لاس څخه وباسي. امریکا له همدې کبله پاکستان، سعودي عربستان او قطر ته ویلي چې طالبان ورته راولي خو طالب اوس تر یوه بریده یاغي شوی او یاغیتوب یې هم د پاکستان په لاس کې دی. کله چې امریکا له پاکستان سره د پردې تر شا د ځینو هوکړو موافقه وکړه نو یې د سولې لپاره زلمی خلیلزاد وګوماره چې پاکستان هم له دې ګومارنې ستاینه وکړه او ویې ویل موږ له افغانستان سره د سولې په راوستو کې تر خپله وسه مرسته کوو.

امریکا چې کله د سولې خبرې راواخیستې او د افغانستان د سیاسیونو نظر یې د خلیلزاد په مرسته واخیست نو پاکستان، عربستان او قطر ته یې خپل سفر په دې مانا وباله چې دا ټول هېوادونه ورسره شریک دي او په ګډه غواړي په افغانستان کې امن رامنځته کړي او له طالبانو سره سوله وکړي، خو کیسه هغسې نه وه او خلیل زاد په پاکستان کې ډېر کم وخت تېر کړ ځکه هلته لوبه ټوله سره برابره شوې وه نوره اړتیا نه وه چې پرې وغږیږي او له همدې کبله یې قطر ته ځان ورساوه. هلته یې د پاکستان د اجنټانو سره د طالب په جامه کې پر ځینو مسایلو هوکړه وکړه چې په هغو کې مهم ممکن داسې وي:

(د افغانستان له خاورې باید هغه ټول فکرونه او کسان ټول شي چې د پاکستان سره سخت مخالفان دي او د ډېورنډ  پر کرښې د اغزن تار د غځونې مخنیوی کوي. جبار قهرمان شهید یې له دې کبله واخیست چې د پاکستان خلاف او ممکن د پخواني تنظیمي تار له مخې چې ګواکې له روسیې سره اړیکې لري باید له منځه یوړل شي. تازه جنرال رازق چې په تېره یوه لسیزه کې د پاکستان د هر پلان پر وړاندې خنډ شوى او تر وروستي برید وړاندې یې ۲۹ بریدونه پرې کړې و خو په دېرشم برید کې یې له شا پرې ګزار وکړ او شهید یې کړ. دا لوبه به ډېرې نورې بدې پېښې هم رامنځته کړي خو بیا به هم امریکا د پاکستان په لوبه وغولیږي او له پاکستان سره د اندک مشکل په رامنځته کولو سره به بیا هم طالب د امریکا او افغان حکومت پر وړاندې یو ګواښ جوړ شي.)

دا چې امریکا له پاکستان سره پر نورو کومو بدو کړنو هوکړه کړې یو یو به د وخت په تېرېدو سره ثابت شي، خو هغه ټول کسان باید اوس د ځان زیاته ساتنه وکړي چې د پاکستان له پلانونو خبر دي او پر وړاندې یې ستونزې جوړوي.

خليل الرحمن اميد
ليکوال : خليل الرحمن اميد

………………….

ليکنې د ليکوالو خپل نظر دى. تاسو هم کولاى شئ چې موږ ته مو خپلې ليکنې او ژباړې د خپراوي لپاره راولېږئ. خپلې ليکنې او ژباړې راته په دې برېښناليک khabarialweb@gmail.com راولېږئ.

Your SEO optimized title page contents