fbpx

اتمر: درازق وژنې د انسانپالو زړونه زخمي کړل

د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر وايي، جنرال رازق د نړۍ په کچه د ترهګرو پر ضد د مبارزې په برخه کې پېژندل شوی نوم و.

د ده په خبره د جنرال رازق وژل کېدل نه یوازې کندهار او افغانستان ته ستره غمېزه ده، بلکې د نړۍ په کچه یې د انسانپالو او سوله پالو انسانانو زړونه زخمي کړي دي.

هغه وايي جنرال رازق یو زړه ور او په هېواد مین انسان و، چې نه یوازې د کندهار امنیت ورته مهم و، بلکې د شاوخوا ولایتونو د امنیت په تامین کې یې هم تل سرښندنه کړې ده.

دده په خبره جنرال رازق له ډېرې مودې راهیسې پېژني او دده مېړانه او صداقت ورته تر هر چا ښه معلوم دی.

حنیف اتمر زیاته کړې، په هېواد کې د پردیو دسیسو ډېرې سختې رېښې زغلولې دي او موخه یې دا ده، چې دلته د ترهګرۍ ضد، جګړو ضد او افغان دوسته انسانانو ژوند ترې واخلي. اتمر ویلي چې له ټول ولس سره په دې ستر غم کې شریک دی.