قطر نن د یوې مهمې پرېکړې کوربه دی

خبریال ډاټ کام: په قطر کې نن د اتلس میاشتو مذاکراتو وروسته د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې تړون لاسلیک کېږي چې خورا ډیر تیاری ورته نیول شوی دی.
په قطر کې د طالب مشرانو ترڅنګ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې د دوی ترمنځ به د شویو ژمنو له مخې د اتلس میاشتو مذاکراتو په پایله کې نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د سولې تړون لاسلیک کړی شي.
د معلوماتو له مخې د دغې تړون د لاسلیک له مخې به د امریکا تر ټولو د اوږدې جګړې د پای ته رسېدو لپاره لار پرانیستل شي او د بین الافغاني مذاکراتو د پیلیدو پر موخه به ستر ګام پورته شي.
ټاکل شوې چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ به د سولې دا تړون نن د قطر په یوه مشهوره هوټل ” شرینتن” کې د نورو هېوادونو د ۳۰ بهرنیو چارو وزیرانو په شتون کې لاسلیک کړی شي.
له قطر داسې معلومات هم خپاره شوي دي چې د طالبانو سره به دا تړون د امریکا د بهرینو چارو وزیر مایک پمپیو له لوري لاسلیک کړی شي.
خو بل لورته طالبان هم وایي،که چېرې د امریکا له لوري تړون مایک پمپیو لاسلیک کوي، نو د دوی له لوری به یې هم ملا برادر لاسلیک کړي او که چېرې یاد تړون د پمپیو پرته به امریکایي چارواکي امضا کړي د دوی له لوري به یې هم بل طالب چارواکی لاسلیک کړي.
په ورته وخت کې د امریکا له لوري د تړون د لاسلیک په اړه لا تر اوسه څه نه دي ویل شوي چې ګواکې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له لوري او یاهم د بل کوم لوړ پوړي امریکایي چارواکي له لوري به د سولې تړون لاسلیک شي.
د دغې تړون د لاسلیک وړاندې د طالبانو او امریکا ترمنځ د تاوتریخوالي د کمښت اونۍ هم پیل شوې وه چې پکې طالب وسله والو، افغان حکومت او امریکا پر یوه او بل بریدونه نه کول.
د تاوتریخوالي د کمښت اوني په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هغه مهال ویلي وو، چې د سولې تړون د لاسلیک کولو لپاره د فضا جوړولو پر موخه یاده اونۍ پیل شوې وه.
په قطر کې بیا یو شمېر طالب چارواکو خبریالانو ته ویلي و چې ممکن د تړون له لاسلیک وروسته هم په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمښت موده وغځیږي، خو رسمآ دواړو لوریو څه نه دي ویلي.
د یو شمېر سرچینو له مخې ممکن د امریکا او طالبانو ترمنځ به د دغې تړون له لاسلیک وروسته په دوو اونیو کې بین الافغاني مذاکرات هم پیل شي چې لا له وړاندې ورته تیاری نیوول شوی دی.
افغان حکومت هم وایي، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ به د سولې د تړون له لاسلیک وروسته د حکومت او طالبانو ترمنځ هم مذاکرات ژر پیل شي چې دوی ورته بشپړ چمتو والی ښودلی دی