fbpx

ولسمشر چا ته رايه ورکړه؟ ولسمشر ماته رايه راکړه

ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني لومړنى کس و، چې د ولسي جرګې ټاکنو لپاره يې خپله رايه وکاروله او له هغې وروسته د رايې اچوونې پروسه پيل شوه.

که څه هم په ډېرو سيمو کې د رايې اچوونې پروسه په خپل وخت پيل نه شوه، بلکې د پښتنو په ځينو سيمو کې خو دوه، درې، څلور او آن پنځه ساعته وروسته هم پيل شوه. يو شمېر نورې ستونزې هم وې، خو دلته په دې نه غږېږو، دلته يواځې په دې غږېږو، چې ولسمشر چاته رايه ورکړه؟

د ولسمشر غني له رايې اچوونې سره سم په ټولنيزو رسنيو باندې دا خبرې پيل شوې، چې د يوه کانديد پلويانو ويل، چې ولسمشر د دوى کانديد ته رايه اچولې او د بل کانديد پلويان ويل، چې ولسشمر د دوى کانديد ته رايه اچولې ده.

د ځاځي پارک مشر خو هغه پوسټ سپانسر کړى هم و، چې يې پکې دا دعوه کړې وه، چې ولسمشر غني د دوى ١ شمېرې ته رايه ورکړې ده.ځاځى

همدا راز يوه بل کس بيا دعوه کړې ده، چې ولسمشر غني خپله رايه صبرۍ اندړ ته ورکړې ده.ولسمشر رايه ٧

د يوه بل کانديد پلويانو، چې له کابل څخه ولسي جرګې ته نوماند دى، خو اصلاً د ننګرهار ولايت د کامې اوسېدونکى دى او په ټاکنو کې ورته ٢٥١ شمېره رسېدله ده، هغوى دعوه کړې ده چې ولسمشر غني د دوى کانديد ته رايه ورکړې ده.ولسمشر رايه ٦

يوه ښاغلي خو بيا تر دې حده پورې ليکلي دي، چې ولسمشر غني خپله رايه عصمت قانع ته ورکړې ده. عصمت قانع هغه څوک دى، چې د ولسمشر يو لوى منتقد ګڼل کېږي او له کابل څخه ولسي جرګې ته نوماند دى.ولسمشر رايه ٣

د هارون شمس خان پلويانو بيا دعوه کړې ده، چې ولسمشر غني خپله رايه اهل دين او اهل قلم شخص ته ورکړې ده، خو څه ووايو، کېداى شي (اهل دين) او (اهل قلم) همدا يواځينى کانديد وي.  خېر دعوه ده نو.ولسمشر رايه ٤

دا خو يو څو د نمونې په ډول و، د نورو ډېرو کانديدانو پلويانو هم دعوه کړې ده، چې ولسمشر د دوى کانديد ته رايه ورکړې ده، حال دا چې ولسمشر غني هم د نورو خلکو په څېر يواځې يوه رايه لري، چې هغه هم يواځې يوه کس ته کارولاى شي ، خو دلته هر يو هڅه کوي، چې خلک ته وښايي، چې ولسمشر د دوى کانديد ته رايه ورکړې ده، حال دا چې هېڅ څوک نه دي خبر چې ولسمشر به چاته رايه ورکړي وي، ځکه رايه ورکول يو محرم کار دى او هېڅوک بل ته دا نه وايي، چې رايه يې چاته ورکړه. په همدې کار يو شمېر خلکو نيوکې کړي دي، چې هغه هم درسره د بېلګې په ډول لاندې شريکوو.

د ځاځي پارک پاڼې ته، چې يې په خپله پاڼه د ولسمشر انځور خپور کړى و او ليکلي يې و، چې ولسمشر غني ١ شمېره ته خپله رايه ورکړه، يوه کس ورته لاندې په تبصره کې ليکلي دي، چې ستاسو د کانديد نوم په اوله پاڼه کې ده او ولسمشر غني اخرې پاڼې لټوي. معنا دا چې په هماغه ساعت ورته خلکو درواغ رسوا کړي دي.ولسمشر رايه ١

يوه بل کس د ولسمشر غني د رايې اچوونې د مهال انځور پوسټ کړى دى او ليکلي يې دي چې د ولسمشر په رايه نږدې دوه سوه نوماندانو دعوه کړې ده، چې رايه يې دوى ته اچولې ده. خو دې کس يوه ټوکه هم کړې ده او ليکلي يې دي چې ولسمشر راى پاڼه صندوق ته سپينه وراچولې ده.ولسمشر رايه ٥

دا وې د ځينو کانديدانو دعوې چې خلک يې په دې دوکه کول، چې ولسمشر غني دوى ته رايه ورکړې ده، نو د دې کار نه به يې معنا دا وه چې خلک دې ته وهڅوي، چې نورې رايې هم دوى ته ورکړې، خو هممهاله پرې خلکو بېرته نيوکې هم کړي دي. نو اوس تاسې ووايئ، چې ولسمشر غني به چاته رايه ورکړي وي؟