کور پاڼه / منځ پانګه / دروسیې ولسمشرۍ ټاکنوکې لومړۍ مسلمانه ژورنالیسته

دروسیې ولسمشرۍ ټاکنوکې لومړۍ مسلمانه ژورنالیسته

دروسیې یوې مسلمانې ژونالیستې دولسمشرۍ ټاکلنې لپاره دنوي کال مارچ اتلسمې نېټه ته دپوتین په خلاف دنوماندي اعلان کړی دی.

دروسیې مسلمانه نومانده آينا ګامزاتووا په نوم ده چې په روسيه كې لومړۍ مسلمانه ژورنالېسته ده، د مارچ د مياشتې په ۱۸مه نېټه ټاكنو كې د ولسمشرۍ د چوكۍ د نوماندۍ په موخه راوړاندې شوې ده.

ګامزاتووا د روسيې د خودمختاره جمهوريت داغستان څخه د ځايي خلكو په ملاتړ نومانده شوې ده خوتر اوسه پورې د روسيې د ټاكنو ادارې دهغې نوماندي نه ده منلې.

 دټاکني اداري دهغه قانون چې باید د روسيې له ټولو ټاكنيزو سيمو نه شاوخوا ۳ سوه زره لاسليكونه د ټاكنو كميسيون ته وړاندې كړي لانوموړې نلري.

په روسیه کې خلک دپوتین له پرلپسې واک څخه هم ستړي دي ،خو دمسلمانانو له راتلونکي څخه د ډار احساس کوي .

آينا ګامزاتووا یوه پاک زړې میرمن ده ،دهغې له اسلامي علوموڅخه هم زده کړې شوې دي،نوموړې د داغستان د سيمې د مفتي مېرمن ده.

آیناګامزاووا په خپل وخت کې په سیمه کې ځانګړې مقام ترلاسه کړي اوخلک ورسره ډیره مینه لري ،پدې وروستيو كې يې د خيريه كارونو په كولو سره د خلكو پاملرنه جلب كړې ده چې له همدې امله یې نوماندي ته رادانګلی دي ترڅو دخلکو خدمت وکړي.

خبريال په ګوګل پلى سټور کې

اوس د خبريال ايپ په خپلو انډرويډ موبايلونو کې هم ښکته کړئ او د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه چټک ترلاسه کړئ.
Loading...

بیا وګوره

کابل کې ۵۰ سلنه جرمونه کم شوي

چارواکي وايي په کابل کې د تېرو درېيو مياشتو په پرتله ۵۰سلنه جرمونه کم شوي …

امارات د افغانستان په اقتصادي برخه کې مرسته کوي

 متحده عربي امارات د افغانستان د بنسټيزو او لويو پروژو په برخه کې د همکاريو …