fbpx

زما رايه، د افغانستان لپاره

د ولسي جرګې په ټاکنو کې د ولس پراخ ګډون دا روښانه کړه، چې ولس په ډيموکراسۍ باور لري او غواړي چې هر بدلون د رايې له لارې راشي، نور خلک په ټوپک باور نه لري او د ټوپکوالو پر ضد رايه تر ټولو ښه وسله ګڼي، ځکه خو د دومره نا امنۍ پرته هم بې شمېره خلک له کورونو راووتل، د رايې اچوونې مرکزونو ته لاړل او په ساعتونو ساعتونو انتظار يې وويست، تر څو د خپلې خوښې کانديد ته رايه ورکړي.

نه يواځې دا چې په پراخه کچه نارينه رايې اچوونې ته راووتل، بلکې ښځو هم په لوى شمېر سره مرکزونو ته لاړې او خپل قانوني مسووليت يې ترسره کړ او افغانستان ته يې رايه ورکړه.رايه

زه چې په خپله کوم مرکز ته د رايې اچوونې لپاره تللى وم، هلته نه يواځې دا چې رايه اچوونه ډېر ناوخته پيل شوه، بلکې په مرکز کې چاودنه هم وشوه، خو شکر، چاته پکې زيان ونه رسېد، خو بيا هم خلک له مرکز څخه راونه وتل، بلکې نور ډلې ډلې خلک راروان ول، په ساعتونو ساعتونو انتظار يې ويست او خپلې رايې يې کارولې.

د رايې اچوونې په ورځ تر ټولو لوى مشکل په خپله د ټاکنو کميسيون و، يو خو يې زيات خلک داسې ګمارلي و، چې هېڅ په کار نه پوهېدل، يا هم قصداً يې د رايې اچوونې بهير له خنډ سره مخ کړى و، بيا په ځانګړې توګه په کابل ولايت کې د پښتنو په سيمو کې ډېر مشکلات راولاړ شوي ول، دا ټول يوه پلان شوې دسيسه ښکارېده، ځکه چې په نورو سيمو کې نورمال رايه اچوونه روانه وه، خو د پښتنو په سيمو کې دوه ساعته، درې ساعته او ځينو ځايونو کې آن له غرمې وروسته رايه اچوونه پيل شوه. د ټاکنو کميسيون له لوري چې د خلکو کوم نومونه راغلي و، په هغې کې هم ډېرې زياتې تېروتنې وې، لومړى خو دا چې د ډېرو خلکو نومونه په کتابونو کې نه ول او کارکوونکو به ورته ستغ ځوابونه ورکول او دې ته به يې مجبورول، چې پرته له رايې اچوونې بېرته لاړ شي، همدا راز د ځينو خلکو نومونه غلط ليکل شوي و، چې دا هم يو لوى سردردى و.

په ځينو ساحو کې بيا يو شمېر کارکوونکو د ځينو زورواکو په نفع کار کاوه او د نورو خلکو پر وړاندې يې خنډونه راجوړول، چې همدا ستونزه په هغه مرکز کې هم راپېښه شوه، چرته چې ما رايه اچوله، هلته هم يو کانديد له مخکې څخه مرکز ته ننوتى و او کله چې ناظرين خبر شول، هغوى بيا تور پورې کړ، چې بکسونه له مخکې څخه ډک شوي دي.رايه

په ټوله کې تر ټولو زياته ستونزه د ټاکنو خپلواک کميسيون له لوري وه، داسې ښکارېده چې د ټاکنو خپلواک کميسيون نه غواړي چې د رايې اچوونې دا بهير دې په ښه ډول ترسره شي، يا يې غوښتل چې دا پروسه لانجمنه کړي، تر څو ډېر خلک يې مخالفت وکړي او بيا تر کلونو کلونو پرې د خلکو لانجې روانې وي، ځکه ولس خپلې رايې کارولې، خو د ټاکنو د کميسيون کارکوونکو يې په يوه او بله بهانه مخه نيوله.

زه چې کله پخپله د ډېر انتظار وروسته محل ته ورننوتم، نو زما نوم په کتاب کې نه و، بيا يې راته ستغ ځواب راکړ، چې نشته، بس ووځه، په بل محل کې يې وګوره، بيا په نورو محلونو وګرځېدم، خو هېڅ خوند يې ونکړ، بيا مې بېرته له هماغه کس سره اوږد جنجال وکړ، چې زه د همدې مرکز سټيکر لرم، نو نوم ولې نشته، بايد نوم راپېدا شي. خو د ډېرو منډو نه وروسته مې اخر هم يو ځاى خپل نوم پېدا کړ او سهار چې رايه اچوونې ته تللى وم، غرمه مې خپله رايه وکاروله او بېرته راغلم.

همدا راز د نورو خلکو دې پراخ ګډون ته چې مې وکتل، نو رښتيا چې ولس بدلون د خپلو رايو په زور راولي او نور يې د ټوپک څخه زړه تور دى، ځکه پرون ورځ د افغانستان ولس افغانستان ته رايه ورکړه.د رحمت ديوان رايه

هغه خلک، چې د ټوپک په زور يې به يې خلک ځورول، هغوى خلکو ته زارۍ کولې او د ځان لپاره يې ترې رايې غوښتلې، خو چون د رايې اچوونې پر مهال، هېڅوک د هيچا خواته نه وي ولاړ، نو زه يقين لرم، چې دا ځل به ولس هغه خلکو ته رايه ورکړي وي، چې هغوى د هېواد او ولس لپاره کار وکړي، نه چې د تېرې دورې په څېر، هر څه چې يې په وس پوره و، د هېواد سره يې هماغه هومره خيانت وکړ، فساد يې وکړ، غصب وکړ، قتلونه يې وکړل او ولس يې وځوراوه.

بيا هم، ولس افغانستان ته رايه ورکړه، که څه هم د ټاکنو خپلواک کميسيون نه کيسه خرابه شوې وه، خو ولس صبر وکړ، استقامت يې وکړ، له نا امنۍ يې ويره ونکړه او د ټاکنو دا ملي پروسه يې بريالۍ کړه.

Loading...