fbpx

د هاوان مرمیو لګېدو۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

پکتیا ولایت کې د څو هاوان مرمیو د لګېدو له امله د یوه ماشوم او یوې ښځې په ګډون ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 

پېښه د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ په تعمیر بازار کې رامنځ ته شوې.

 

د پکتیا پریس کلب د دغه ولایت د امنیتي چارواکو له قوله ویلي، چې وسله والو طالبانو پر دغه بازار څو هاوانه توغولي دي.

 

سرچینې زیاته کړې، چې په دې بریدونو کې یو ماشوم وژل شوی او د یوې ښځې په ګډون ۱۲ تنه نور ټپیان شوي، چې پنځه تنه په کې امنیتي سرتېري دي.

 

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

 

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com