fbpx

کندهاریان پارلماني ټاکنو لپاره انتظارباسي.

له کندهار او غزني پرته تېره ورځ په ټول هیواد کي پارلماني ټاکني وسوې چي په مرکز کابل او ځیني نورو ولایتونو کي نن هم رواني دي.

د کندهار د ټاکنو د خپلواک کميسیون رئیس نعمت الله وردګ وایي، چي کندهار کې د عقرب د مياشتي د پنځمي نيټې د پارلماني ټاکنو د ترسره کېدو لپاره دوی پوره چمتوالی لري.

وردګ وویل، چي ټاکني به په بشپړه توګه په شفاف او له تخنيکي ستونزو پرته ترسره سي.

امنیتي مسولین هم ددې ټاکنو دپاره دسختو امنیتی تدابیرو خبر ورکوي.

د هیواد د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د پارلماني ټاکنو وروستۍ پایلي په قوس مياشت کي اعلانېږي.