fbpx

چارواکي:داروزګان ګیزاب ولسوالۍ کي نن هم ټاکنې روانې دي

خبريال:حکمت الله احسان

داروزګان ولایت دټاکنو خپلواک کمیسیون مسؤلېن وايي چي په ټول اروزګان کي دټاکنو بهیر پای ته رسیدلی خو ګیزاب ولسوالۍ کي نن هم یو مرکز پرانیستی دی.

دټاکنو کمیسیون رئیس نجیب الله حق پرست نن خبريال ډاټ کام ته وویل چې دګیزاب په ولسوالۍ کي یوه مرکز ته دټاکنو مواد پر وخت وه نه رسیدل ځکه نو هلته نن هم خلګ رایه اچونه کوي.

ښاغلي حق پرست وویل چي داروزګان په دریو ولسوالیو او مرکز ترینکوټ کي ۲۱ مرکزونو کي درایو اچوني او رایو شمیرني بهیر بشپړ سوی او کومه ستونزه نده واقع سوي.

دنموړي په وینا چې درایو اچونه او شمیرنه په شفاف ډول ترسره سوه او دخلګو ګډون په کښي ډير وو.

دا په داسي حال کي ده چي تیره ورځ زیاتو کسانو دټاکنو له پڅ بهیر څخه شکایت کاوه او ويل يي چي زرګونه خلګ په ټاکنو کي له ګډون څخه ځکه بي برخي پاته سوه چې نمونه يي له لیستونو څخه لیري کړل سوي وه.