fbpx

 عراقیانو له اردون څخه دصدام غلاشوې مجسمه غوښتې

عراقي چارواکو له اردون هیواد څخه غوښتي چې دامریکایانو لخوا  د عراقي صدرصدام حسین په غلا قاچاق شوې مجسمه بیرته ورکړي.

په همدې اړه عراقي رسنیزې سرچینې «قبس» ویلي چې عراقي چارواکو له اردون هیواد څخه غوښتي چې دصدام حسین نومول شوې مجسمه دې بیرته هغه هیواد ته وسپاري.

سرچینو ویلي چې یاده مجسمه په ۲۰۰۳میلادي کال کې دیوې امریکآيي پوځې ډلې لخوا په غلا قاچاق شوې ،هغوی وايي چې په دې مجسمه کې قیمتي توکي هم کارول شوي ،خود عراقیانو میراث دی .

یاده مجسمه دعراق مشرصدام حسین وه چې دبعث ګوند لخوا رغول شوې وه،خو اوس هغه هیواد له ورکړې انکار کړی اوخبره پيچلې شوې دي.

دوخت په تیرېدو سره دامریکا ځینې فریبونه اوچلوټې څرګندې شوې اوس ځايي خلک دصدام په وژلو خواشني دي اوهغه ددې هیواد ترټولو رښتنی مشر اوخپلوکه شخص ګڼي.

کارپوهان وايي چې دتیلو په ګډون ګڼ معدني ،کلتوري اوتاریخي توکي له هغه هیواد دبهرنیانو له خوا غلاشوي او انتقال شوي دی.