fbpx

بدخشان کې د سولې لپاره د ښځو ملي اجماع ترسره شوه

د سولې لپاره د افغان ښځو ملي اجماع غونډه په بدخشان ولایت کې ددې ولایت د والي، د لومړۍ مېرمنې سلاکارې، د سولې عالي شورا غړې، د ښځو چارو رئیسې، د پوهنې رئیس او د ګڼ شمېر ښځو په ګډون ترسره شوه.

په دې غونډه کې ګډونوالو پر ټولنیزه سوله او د سولې ټینګښت کې د ښځو پر رغنده ونډې خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې سوله د ښځې له نظره همدردي او همزیستي ده او د سولې په اړه د هغوی تعریف تاوتریخوالی راکموي او جوړجاړي او مفاهمې ته لار پرانېزي.
هغوی زیاته کړه، هماغسې چې ښځې د کور فضا سوله‌ییزه او هوسا ساتي، همداراز د سولې په راوستو او د ټولنیزې هوساینې په ټینګښت کې هم مهم رول لرلی شي، چې باید د هغوی له دې ونډې سترګې پټې نشي.
ددې اجماع ګډونوالو، کلیوالو ښځو ته د سولې په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونو جوړول او د سولې په عامولو کې د ټولنې هر فرد خپل مسؤولیت ته متوجه کول اړین وبلل او پرې ټینګار یې وکړ.