fbpx

د خوږژبي ژورناليست جوړېدو لارې چارې

له یوې خوا دا د ویاړ ځای دی چې په ګران هېواد افغانستان کې د غږیزو رسنیو شمېر مخ په زیاتېدو دی، خو له بلې خوا دا هم د هېریدو نه ده چې کله نا کله د همدې رسنیو کارمندان (رپورټران، خبر وړاندې کوونکي، اویا هم هغه کارمندان چې په ژوندۍ او یا هم په ثبتي بڼه یې له رسنۍ غږ خپریږي) د تورو ادا کولو پرمهال بیا له ستونزو سره مخ کیږي. په دې برخه کې نه یواځې وېناوال بلکې ټول لوستي ځوانان چې په دې ستونزو اخته دي؛ باید د اصلاح لپاره یې سر له وخته تمرین پېل کړي.

لیدلي به مو وي چې د ویاندویۍ په فن کې زیات ویاندویان ژب بندي لري، دغه اشخاص چې د سم تلفظ  په برخه كي برلاسي نه وي، ددې چانس ورته شته تر څو ژبه د توري په بیا بیا صحیح ادا کولو عادت و ګرځوي او له ژب بندۍ پرته توري ادا کړي.

که موږ دلته د تورو درسته وېنه له تجوید سره قیاس کړو، بده به نه وي؛ ځکه د تورو ښه پېل او ښه تلفظ له تجویده شوی، نو له همدې آمله د تورو درسته وېنه د تجوید سره نږدېوالی لري.

د تجوید علم ته له دې امله د پوهنو غوره برخه ویل کیږی چي د قرانکریم سره تړاو لري او هر هغه علم چې د سپڅلي کتاب (قران عظیم الشان) سره تړاو لري؛ نو هغه علم هم د غوره علومو څخه ګڼل کیږي. دا چې د تورو درسته ادا کونه د تجوید سره تر ډېره بریده نږدې والی لري، نو موږ هم د تجوید یو معقول تعریف دلته روښانه کوو.

تجوید په لغت کې ښه ویلو ته وايي او په اصطلاح کې د قران کریم په سم ډول د تلاوت کولو اصولو او قواعدو ته وايي.

د تجوید د علم زده کړه په هر مسلمان نارینه او ښځینه باندې فرض کفايي ده، اوعمل کول پرې فرض عېن دي. دا چې د تجوید علم په بشپړ ډول زده کړو؛ لومړی یې څلور اركان او بیا مخرج روښانه کوو.

دتجوید علم څلور ارکان لري چې په لاندې ډول دي:

۱-  مخرجونه (هغه ځای چې توري ترې ادا کیږي)

۲-  صفتونه (د توري ډکوالی، تشوالی، غُنه، قلقله او داسی نور…)

۳-  تركيبي قاعدې

۴-  او رياضة اللسان يعنى پخپله ژبه سره زيار ايستل يا خپله ژبه په زيات تمرين سره عادت ګرځول.

مخرج څه ته وايي …. ؟

مخرج په لغت کې د وتلو ځای ته وايي او په اصطلاح کې هغه ځای ته وايي چې توری ورځينې ادا کيږي.

مخرج په ۲ ډوله وېشل کیږي: لومړی فطري مخرج او دوهم کسبي مخرج

۱- فطري مخرج: ماشوم یې په فطري ډول په کور کې زده کوي. لکه: د “ک” توری بیا بیا ویل د “ق” پر ځای. زموږ د کلي کاري صیب تکړه کاري دی. دلته دا اوس فطري مخرج دی چې ماشوم ته د کورنۍ لخوا بیا بیا ذکر شوی او هغه همداسې زده کړی. برعکس د عربو ور هاخوا عجم کې هم ځيني لوستي او نا لوستي وګړي شته چې بیا “ق” “ق” لولي او “ک” “ک” لولي، دا ځکه چې کورنۍ یې له پېله همداسې ور زده کړي وي.

۲- کسبي مخرج: په کسبي مخرج کې ښوونکی ښوونه کوي او زده کوونکی زده کړه کوي، یعنې د ښوونکي د ښوونې له مخې زده کیږي. لکه: ښوونکی خپلو زده کوونکو ته د لمانځه او یا د قران کریم په ناظره/حفظ لوستلو په وخت کې له ډېرې دقت کار اخلي او کوچنۍ تېروتنه هم ور اصلاح کوي. دې ته کسبي مخرج ویلای شي.

هغه ځایونه چې توري ورڅخه ادا کیږي، پینځه دي.

لومړی جوف ( د خولې مینځ)

دوهم حلق (ستونی)

دریم: لسان (ژبه)

څلورم: شفتېن (شونډې)

او پینځم: خیشوم ( د پزې وروستۍ خالیګاه)

ټول مخرجونه  (۱۷) دي چې ۳ یې په حلق کې، ۱۰ یې په ژبه  کې، ۲ یې په شونډو کې، ۱ په يو جوف کې او ۱ هم د پزې وروستۍ خالیګاه کې قرار لري.

د حرف مخرج د پیژندلو طريقه:  که څوک وغواړي چې د کوم حرف مخرج ځان ته معلوم کړي، نو هغه حرف دې ساکن کړي او ورڅخه مخکې دې بل متحرک حرف راوړي او تلفظ دې پرې وکړي، نو د هغه حرف مخرج به ورته معلوم شي. لکه: د (با) مخرج چې ترې وړاندې  همزه راوړل شي: أب  إب  أُب  او داسې نور…

همداراز د هجاء توري او مخرجونه ۲۹ دي، چي د  (ا) څخه تر (ی) پورې ټاکل شوي دي او د هجا توری ورته ځکه وایي چي (هجا) د یو ځای کیدو او پېوست کیدلو دنده په غاړه لري.  د تورو د یوځای کیدو څخه کلمې جوړیږی او بیا هغه کلمې پر یو ځانګړی مانا او مفهوم دلالت کوي.

که یو لوستونکی دقران عظیم الشان تلاوت کوي او د تورو سمه لوستنه ونه کړي، د کلمې معنا ورسره بدلیږی او ددې پر ځای چې د تلاوت په بدیل ثواب ترلاسه کړي، عذاب یې ډیریږي.

که مو فکر کړی وي، ځیني لوستي وګړي د (ح) په ځای (خ)، د (ق) په ځای (ک) ، د (غ) په ځای (ع) او همدې ته ورته نور الفاظ په غېرې صحي بڼه تلفظ کوي، چې دې چارې اوریدونکو ته د نیوکو چانس پېدا کړی دی.  کله ناکله په رسنۍ کې ځيني ویاندویان او یا نور کارمندان چې له مایک څخه یې غږ خپریږي، بیا د پورته ستونزو له جملې څخه یوه نه یوه او یا په ټوله کې ټولې ستونزې لري. زه خپله یوه ورځ د یوې غږېزې رسنۍ (راډیو) اوریدونکی وم، غوښتل مې خبرونه واورم او ځان د هېواد له تازه او وروستېو پېښو خبر کړم. اورم چې ویاند د خبري سرویس پېل په سلام او هرکلي وکړ، لنډا دا چې ویاند د خبرونو د لنډيز لا دوه کرښې نه وې لوستلې چې په تورو کې یې هډوکي ورمات کړل. ویاند د خبرونو لنډيز په دې ډول تکرار کړو:

(د ننګرهار امینه کومندان دغه پېښه تایئد کړه. ملګرو ملتونو هم په کابل د تېرې ورځې خونړی برید په کلکو ټکو عندلی دی. د داخله وزیر د ورور نامسووله وسله والو تېره ورځ د طلوع نیوز خبریال د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې له نیولو وروسته لومړی سخت وخلی او بیا یې د څو ساعتو لپاره زنداني کړی وو .ددې ساعت خبرونه مو همدومره و، تربیا مو په څحتن تعالی سپارم).

صحي بڼه یې چې باید لوستل شوی وای، داسې لیکو:

(د ننګرهار امینه قومندان دغه پېښه تايئد کړه. ملګرو ملتونو هم په کابل د تېرې ورځې خونړی برید په کلکو ټکو غندلی دی. د داخله وزیر د ورور نامسووله وسله والو تېره ورځ د طلوع نیوز خبریال د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې له نیولو وروسته لومړی سخت وهلی او بیا یې د څو ساعتو لپاره زنداني کړی وو .ددې ساعت خبرونه مو همدومره و، تربیا مو په څښتن تعالی سپارم).

دغه چارې که له یوې خوا د رپورټ او ویاندویئ خوند او مزه له مېنځه وړي، له بلې خوا یې د اوریدونکو هغه حق چې یو ویناوال پرې مجبور او مکلف دی؛ د اوریدونکو څخه تلف کړی دی.

د دې لپاره چې موږ د هر توري تلفظ په سم ډول وکړو، باید د هر توري مخرج (هغه ځای چې توري ورځينې ادا کيږي) وپېژنو او په ډېر تکرار سره یې بیا بیا تمرین وکړو؛ ترڅو په ټولنیز ژوند کې د ښې ویناوالۍ لپاره له ژب بندۍ او ستونزو پرته د تورو درست تلفظ او وېنه وکړو.

………………….

ليکنې د ليکوالو خپل نظر دى. تاسو هم کولاى شئ چې موږ ته مو خپلې ليکنې او ژباړې د خپراوي لپاره راولېږئ. خپلې ليکنې او ژباړې راته په دې برېښناليک khabarialweb@gmail.com راولېږئ.