fbpx

شهزاد د پاکستانۍ مور په غوښتنه لوبه کوي

شهزاد محمدي پر )۲۰۰۹م) کال د افعانستان لپاره لومړنۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه ترسره کړه او تر اوسه په لوبډله کې لوبېږي، شهزاد يو له هغو لوبغاړو څخه دی چې کورونه يې په پاکستان کې دي، که څه هم زياتو هېوادوالو پر شهزاد محمدي ډېر فشار راوړ تر څو خپل کور افغانستان ته راوړي، خو نوموړي تر اوسه دا کار تر سره نه کړ. ويل کېږي د شهزاد محمدي مور بي بي د پنجاب ده او پلار یې افغان دی. د شهزاد محمدي يو نږدې شخص (خبریال ویبپاڼې) ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې شهزاد ته یې مور بيا بيا ويلي وو چې افغانستان دې د پلار او پاکستان دې د مور هېواد دی، د پاکستاني ټيم پر وړاندې که  دې کله هم سمه لوبه وکړه ښېرې به درته کوم او (شیدې ) نه دربښم،  که د هند خلاف دې ښه لوبه وکړه، نو تر قیامته به درته دعا کوم، دا نو یوه لویه ستونزه ده چې اوس راښکاره شوه او تر اوسه پورې دا موضوع پټه وه اوس نو افغان کرکټ بورډ ته پکار دي چې لومړی باید هڅه وکړي چې د محمد شهزاد بدیل پیدا کړي، که بدیل هم نه پیدا کېږي، نو شهزاد باید پر دوو سیالیو کې ونه لوبول شي، یوه د پاکستان پر وړاندې چې د خپلې مور لپاره په سمه توګه لوبه نه شي کولی، بل باید د هند پر وړاندې هم په لوبه کې ونه لوبول شي چې د مور لخوا ورته ویل کېږي چې په سمه توګه لوبه ترسره کړي،  ځکه دا هر څه د افغانستان په کرکټ باندې بد تاثیرات کوي او د مخکې تګ څخه محرومېږي. که چېرې شهزاد د پاکستان پر ګټه لوبېږي، بیا خو معلومه خبره ده چې شهزاد افغان نه دی.

۱- لومړی شهزاد ولې د پاکستان هېواد ترفدار دی او ولې د افغان ولس غوښتنه نه مني؟ شهزاد محمدي چې په پېښور کې اوسېږي او هلته ژوند کوي، کاروبار يې دی، ترفدار یې ځکه دی، که چېرته یې ترفداري ونه کړي، کاروبار او جایداد یې له منځه ځي او بله مهمه خبره دا ده چې مور یې د پنجاب او پلار یې د افغانستان دی، د مور لخوا پرې فشار دی چې د پاکستان طرف ته شي.

۲- د افغانستان هېواد له لوري پرې فشار دی که د پاکستان؟ محمد شهزاد باندې یو طرف ته  د افغان ولس او کرکټ بورډ فشار دی چې افغانستان ته دې را کډه شي بل طرف ته د پاکستان لخوا  پرې فشار دی چې په پاکستان کې پاتې شي او د پاکستان پر ګټه ولوبېږي، دلته هم لوی خیانت د هېواد سره دی.

۳- شهزاد ته د پاکستان له لورې کوم اخطارونه ورکول کېږي پاکستان هېواد شهزاد ته اخطار ورکوي، که افغانستان ته ځې، نو جایداد کاروبار او اصلي څېره به دې روښانه کړو، دلته شهزاد غلی دی ځکه د افغانستان تابعیت ترڅنګ د پاکستان شناخت کارډ هم لري.

۴- شهزاد پاکستان ته ژمن دی که افغانستان ته؟ دلته به تاسې وایئ چې شهزاد څه کړي؟ د شهزاد همدا نا ژمنتیا بس ده چې د کرکټ بورډ او ولس غوښتنه نه مني چې خپل هېواد ته راشي.

۵- تاسې څه موده  وکتل چې شهزاد د پاکستان  په عادي کلبونو، لوبو او ځایونو کې بې له اجازې ولوبېد چې خرابه لوبه یې هم وکړه او افغانستان ته یې صدمه ورسوله بیا د کرکټ بورډ له لوري نغدي جریمه شو.

۶- پر شهزاد باندې د مور او کورنۍ لخوا ډېر فشارونه دي چې زمونږ د هېواد پکې لوی تاوان دی، مور یې د پاکستان هېواد ده شهزاد ته وایې چې د پاکستان خلاف ښه مه ځلېږه او افغانستان ته تګ زمونږ درسره ناممکن دی، کورنۍ هم د کاروبار خرابوالي ګواښونه ورته کوي چې ختمېږي.

۷- د دې هرڅه سره شهزاد چوپ ناست دی او مجبور دی چې د هېواد سره خیانت او د پاکستان په ګټه لوبېدل هلته اوسېدل او کاروبار کول وکړي  اوس نو تاسې فکر وکړئ چې دا کوم انصاف دی؟

۸- شهزاد د پاکستان تابعیت لري، هغه په دې وېره کې هم دی که چېرته افغانستان ته راځي، نو شهزاد به هم رسوا شي چې دوه ځایونو کې تابعیت اخیستی بیا به د پاکستان لخوا افغانستان ته پر مخ کلکه څپېړه ورکړي او ترڅنګ یې افعانانو او افغانستان ته پېغورونه ورکړي چې ټول عمر یې د پاکستان پر ګټه کرېکټ کړی.

ليکوال : بريالى زمرى

………………….

ليکنې د ليکوالو خپل نظر دى. تاسو هم کولاى شئ چې موږ ته مو خپلې ليکنې او ژباړې د خپراوي لپاره راولېږئ. خپلې ليکنې او ژباړې راته په دې برېښناليک khabarialweb@gmail.com راولېږئ.