کور پاڼه / منځ پانګه / راحیله بلخي ، په اشرف غني اوملاعمراخند کتاب لیکلی

راحیله بلخي ، په اشرف غني اوملاعمراخند کتاب لیکلی

که له ځلمیو پوره نه شوه

ګرانه وطنه جنګۍ به دې ساتینه

دافغانستان معصرتاریخ کې که څه هم دښځینه ؤ تعلیم ونډه کمه ده ،خوپه اسلامي تعلیمات کې یې ونډدنوروهیوادوپه پرتله له صفرسره ضرب ده ،بلخې وايي چې همدې احساس دضمیرغوټۍ په سپړیدا راوستلي او دیوې ښځینه مسلماني خورپه صفت یې دژونالیزم ،ترڅو دبلنې اوپوهنې روزنیزه چاروته مخه کړې ده.

دهمدې تکل اوعزم ترچترلاندې یواځنۍ ځوانه ۲۵کلنه میرمن راحیله «بلخي» ناصري ده چې په خپلوخوندو ږغ کوي اودیوه اسلامي فکرپه وړاندې کولوسره دین ،هیواد اوملت پالنې په لور رابولي.

اغلې بلخې په دې اند ده چې جګړه یوتپلې فاجعه اودسیسه ده،هغه وايي له ډیرو څیړنو اوپلټونو وروسته د درک دې پولې ته رسیدلې چې ملي ځواکونه اوطالبان یې دوه مرور وروڼه ګڼلي ،خوپه بهرنیانو اوګاونډیانویې لعنت ویلي.

راحیله بلخې دخپلو موخو داستدلال لپاره عجیب منطق او قناعت لورونکي دلائل وړاندې کوي چې دې سره یې په رسنیزه نړۍ کې خپل شهرت مندلی دی اودخپلو اهدافو لپاره داسي وړاندیزونه لري چې کیدای شی دواړو غاړو او ولس ته دقناعت وړ وي.

راحیله دبلخ ولایت ،دبلخ ولسوالۍ اوسیدونکي موریې مومنده اوپلاریې دناصرو قوم پورې اړه لري چې دمګړی کابل کې اوستوګنه ده،په مورنۍ پښتو،انګریزي،عربي فارسي او اردو ژبو روانې خبرې کولای شي ،نوموړې دژورنالیزم په برخه کې هم کارکړی،خواوس دهمدې کتاب اوبهیرپه ترسیم بوخته ده چې دلیکونو ترڅنګ یې دژباړې اثارهم شته.

داغلې راحیله بلخې خور، نوی کتاب چې دهیواد راتلونکي په کې په نښه شوی په لاندې څیړنیزو لیکنو راچورلیځ دی:

کیدای شي دنړۍ پای وي ، نو دالله په کتاب پورې لاس ونیسئ:

دهیواد جوړ ملي ځواک مه ماتوئ.

دکفارو د دوستي پایلې تل په دښمنۍ بدلې شوې دي ، ځیرک وسئ !
طابیزم ،ملایزم زموږ دملاتیر اومذهب خط سیردی.

دملاعمراسلامي نظام خوب لیده ،اوداسلامي امت زوال و.

اشرف غني ستاسو ورک داؤد خان اوامان خان دی ګورئ بیابه مو ارمان وي.

که طالبان و،نودهیواد تجزیه کول ناشوني دي.

که طالبان نه و،نو اوس به هم دیوې درې خلک په ټول هیواد واکمن و.

طالبان دې هم خپلې تیروتنې اصلاح کړي ،ګنې الله ته به ځواب وايي.

بهرنیانو ایډز،فحشي ،قومي ،مذهبي اوسمتي اختلاف راوړ.

هیواد هغه مهال جوړیدای شی چې ګاونډیانوسره مساوي شو،په جوړیاناجوړ کې

دهیواد جغرافیه ،نفاق اوزېرمې زموږ دمرګ سبب دي.

هغوی چې  ستاسو له غیرت ،کلتور اومسلمانۍ غلطه استفاده کوي.

چې کډوال ته دامن فضاء جوړنه شي ،دګاونډیانوله احسان اوشره نه شو وتلای.

له طالبانو امن ، له کرزي ځواک اوله غنی سیاست اواقتصاد زده کړئ.

سیاف اوحکمتیار زموږ نابغه دي خومجهول سیاست ترې لاره ورکه کړي.

زورواکي د زور په ځای مقرر اومعین شي.

شتمن دي مه تهدیدوی دهیواد اوملت مینه ورزده کړئ.

په مدرسه اومکتب دراتلونکی نوم کښېږدئ.

جګړه بهرمیشتي اوکه ځای میشتې افغانان کوي.

خلک چې ماډرن ،شتمن اوتعلیمي شي نوپوی شي ،خو موږ…؟

بهرنیانو که رواني ناروغیواوبې سوادي جګړه کسب وګرځوله؟

په نوره نړۍ کې له مدرسې اومکتب څخه رنا اوعلم راوځی ،موږته جګړې.

 ډیورنډ، تذکیروي بدلون،لویه جرګه،داعش،ځینې نور یوه دسیسه ده.

که دجګړې مصرف په سوله اوهیواد شوی وای اوس به …؟

مجاهد،ترورست،دهشتګر،جاسوس،وهابي،طالب،القاعده،کافر،خلقي اوځینې نوردجګړې دسوند مواد دی.

اوداسي نور…

دا اوځینې نور مواد چې په پرې کلونه زیار ایستل شوی دهیواد دراتلونکي لپاره یوبې طرفه ، اوپرته له له کوم ،قومي ژبني اوسمتي توپیر رایوځای شوي ، چې ځینو کې مرکې ،تهلیلونه ،راپورونه ،شننې اوشواهد رایوځای شوي دي.

غواړو چې داتوکي له بلخې خورڅخه ترلاسه او تاسوګرانوهیوادوالو اولوستونکوته ورسو.

ډاکټرناصربلخي

Loading...

بیا وګوره

امریکې افغانستان کې لښکرمشر بدل کړ

د امریکې پوځ افغانستان کې خپل لښکر مشر بدل کړ. دغه جنرال له ځانګړو روزل …

ولسمشر غني وايي ترهګر هېڅ دین ته ژمن نه دي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې …