fbpx

زابل:سلګونه خيالي پوليس شتون لري

د زابل ولايتي چارواکي خبر ورکوي چې ددغه ولايت په مرکز کلات او يو شمير ولسواليو کې تر ارزوني وروسته مالومه کړي چې د پوليسو په ليکو خيالي پوليس شته.

د زابل د ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه خبريال ته په راليږل شوي خبرپاڼه کې ويل شوي چې د زابل والي رحمت الله يارمل ددغه ولايت په مرکز کلات او ولسواليو سلګونه خيالي پوليس موندلي چې معاشونه اخلي.

خبرپاڼې ليکي چې والي رحمت الله يارمل ژمنه کړي چې د خيالي پوليسو موضوع به جدي وڅيړي او د حل لپاره به يي لازم اقدامات ترسره کړي.

داپه داسي حال کې ده چې ډير وخت د يو شمير ولايتونو څخه راپورونه خپريږي چې د پوليسو په ليکو کې د خيالي پوليسو شتون د پوليسو ليکي کمزوري کړي دي.