fbpx

هیله: الیاس وحدت په اداري او اخلاقي فساد ککړ دی

هیله مجتبی د پکتيکا والي په اخلاقي فساد او شخصي زندانونو په درلودلو تورنوي.

له پکتیکا ولایت نه نومانده هیله مجتبی وايي د یاد ولایت والي په لومړي نن سهار یوولس بجې د ټاکنو په کمېسیون کې ناظرینو او کمپاینرانو ته سپکې سپورې ویلي، او د وهلو اخطارونه یې ورکړي.
د نوموړې له رسنیو سره د خبرو په مهال  وویل، دوی خپل منځ کې جلسه ونیوله او د دې برسېره یې دری نفره کمپاین کوونکي د والي مقام ته د بښنې لپاره ور ولېږل.
هیلې زیاته کړه، کله چې د دې کمپاینران د والي دفتر د بښنې لپاره ورغلل، نو والي او باډي ګارډانو یې هغوی ووهل، یو کس یې ترې په شخصي زندان کې بندي کړ، او دوه نور یې په وهلو وهلو له ولایت مقامه راوباسل.
بلخوا د نوموړې کمپاینران هم د والي الیاس وحدت له لورې د هغوی وهلو او رټلو خبرې کوي.
دوی وايي، والي په لومړي ځل د ټاکنو کمېسیون کې د نورو ناظرینو په مخ کې اخطارونه ورکړل او سپکې سپورې یې ورته وویلې، او وروسته یې ولایت مقام کې تر وهلو ډبولو وروسته دهغوی یو تن په شخصي زندان کې بندي کړ، چې اوس هم همالته دی.
هیله او کمپاینران یې وايي، که مرکزي دولت یې موضوع جدي او ژر تر ژره ونه څېړي په لاریونونو به پیل وکړي.
یاده دې وي د پکتیکا د والي الیاس وحدت رسنیو ته په دې اړه څه نه دي ویلي.