fbpx

د ننګرهار په روداتو کې د تېرې شپې په عملیاتو کې ۱۶ تنو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار په رودانو ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو د شپنیو عملیاتو په ترڅ کې ۱۴ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي او ۲ مېرمنې ټپي شوې دي .
د ننګرهار څخه سرچینو خبریال ډاټ کام ته ویلي دي ، چې ۰۲ قطعې د روداتو ولسوالۍ په شاهي سیمه کې د تېرې شپې د عملیاتو په ترڅ کې د یوه ماشو او مېرمنو په ګډون ۱۶ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده .
یوه قومي مشر خبریال سره په خبرو کې وویل ، چې په یاده پېښه کې یو ماشوم او یو سپین ږیري په ګډون ۱۴ تنه وژل شوي او دوه مېرمنې ټپي شوې دي .
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ د امنیت آمر غلام مجتبی قیس له رسنیو سره په خبرو کې وویل ، چې په یاده پېښه کې ۱۱ تنه شهیدان شوي دي ، خو په اړه یې نور جزیات ورنکړل .
د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي هم یاده پېښه تایید کړې ، زیاته کړې یې ده ، چې د پېښې د څېړنې په موخه یې هییت ټاکلی دی او وروسته به له رسنیو سره جزیات شریک کړي .
خو سیمې ته د حج اوقافو ریاست له لوري لېږل شوي هییت یو تن غړي مولوي حبیب الله جلال آبادي رسنیو ته ویلي ، چې وژل شوي کسان ټول ملیکان دي .
د یادولو ده ، چې یاد عملیات په دریو کورونو تر سره شوي دي .
دا په داسې حال کې ده ، چې له یادې پېښه دوه ورځې وړاندې هم په روداتو ولسوالۍ کې د ورته عملیاتو په ترڅ کې پنځه وروڼه وژل شوي او یو ماشوم او یوه مېرمن ټپیان شوي وو.

Loading...