کور پاڼه / منځ پانګه / راحیله: مظلومه خورپه یهودي زولنوکې

راحیله: مظلومه خورپه یهودي زولنوکې

داسرائیلودپوځ یوې وحشې ډلګۍ څووخت مخکې دفلسطینې مبارزې نجلۍ چې دخپل ورور دخلاصون په مهال یې کلکه دفاع کړې وه محکومه اوبیایې دهغې دنظارت موده وغځوله.

لاستړلې فلسطیني مسلمانان اوس یواځې په تلویزونې چنلونودهغې دمحکمې دخلاصون اوزندان تش ننداره کوي .

عهد التميمي چې د فلسطيني مبارزې اتله ماشومه ده او څه موده وړاندې د اسراييلي پوليسو لخوا نيول شوې ده، د محاكمې لپاره انتظار وباسي.

د اسراییلو  عسکري محکمې  د حنظله د میړانتیا  د جایزې ګټوونکې  فلسطیني  پیغلې احید التمیمي  د نظارت موده  د ۴۸ نورو ساعتونو لپاره وغځوله.

د سیمه ایزو سرچینو د معلوماتو له مخې  د اسراییلو عسکري محکمې  د فلسطیني پیغلې  التمیمي  د تحقیقاتو د دوام په خاطر  د څلورم ځل لپاره د هغه د نظارت  موده  وغځوله.

ویل کیږي  احید التمیمي د محکمې سالون  ته  پداسې حال کې راوړل شوه  چې په لاسونو او خپو کې زلوانې  پرتې وې.

د التمیمي  د محکمې په جلسه کې  بهرنیو ډیپلوماټانو، د بشري حقونو فعالانو  او د هغې  خپلوانو ګډون کړی وو.

د التمیمي  پلار  احید التمیمي  ته  په خطاب کې وویل چې  ته  میړانه  او جسوره پیغله يي. احید د خندا نه په ډکه  خوله  په ځواب کې وویل چې زه  ښه یم .

د التمیمي  پلار  خبریالانو ته وویل چې د اسراییلو د محکمې نه  د عدالت تمه نلري. کیدای شي چې  د احید د نظارت  موده  تر سلو ورځو وغځیږي.

د یادولو وړ  ده چې  اسراییلي عسکرو  د دسمبر په ۱۹ مه نیټه  په رام الله کې  د احید التمیمي په کور چاپه واچوله  او هغه  او د هغې مور يي ونیول.

فلسطیني جسوره  پیغله  احید  په ۲۰۱۲ کال کې د اسراییلي سرتیرو لخوا د هغه د ورور  د نیولو پر مهال  د ښودلي مقامت او میړانتیا له امله په استانبول کې د حنظله د جسارت د جایزه  لایقه وګڼل شوه.

 اسلامي نړۍ هغه وخت دزوال سره مخ شوه چې کله په عربي نړۍ کې دننګ او اسلامي جذبې رښتنې احساس کډه وکړه.

داسلامي نړۍ او دبشر ژغورني بنسټګرپیغمبرحضرت محمدصلی الله علیه وسلم دوفات مهال دخپل وصیت یوه اهمه خبره داهم وه چې تاسو دعربوله جزېرې څخه یهودیان وشړۍ چې نه یواځې اسلامي امت اوعربي نړۍ ته وصیت و،بلکې دیوه ټینګارامرپه ډول یې ورته ویلي چې دیهودیان له جزېرې عرب څخه وشړې ،دهغه امر اووصیت دغلفت یواځنۍ سبب همدا شوچې عربي نړۍ په عیاشي تماشي اونماشي اخته شو،خودهغوی په منځ کې ځپلې شوی دښمن په داسي ډول راپورته شوچې دخپل توان په پیداکیدوسره یې دتل لپاره دمسلمانانو په غاړه چاړه کېښوده.

یادې دې وي چې په دې وروستیوکې دیوې مسلمانې خور دمحکمې انګازه اسرائیلي وحشیانودې اندازې ته رسولې چې مسلمانان پرې عصبې کوي ،دهغوی

ضمیراواحساسات ورځپي ،نورهیڅ ډول معني نلري.

د اسراييلو يوې نظامي محكمې د ۱۶ كلنې د نظارت موده ددې مياشتې تر ۳۱مې نېټې پورې وغځوله.

د اسراييلو تر يرغل لاندې لوېديځه تراړه كې د رام الله په ښار كې نظامي محكمې پرېكړه وكړه چې د عهد تميمي د استنطاق لپاره د هغې د نظارت موده د پينځم ځل لپاره وغځوي.

عهد تميمي د محكمې سالون ته په داسې حال كې راوړل شوه چې لاسونه او پښې يې د زولنو په واسطه تړل شوې وې. د محاكمې له جريانه د يو شمېر هېوادونو ډيپلوماټانو، د مدني ټولنې استازو او د نوموړې كورنۍ ننداره وكړه.

عهد تميمي ته د “ حنظله د جسارت مډال هم وركړل شوى دى.

د محكمې په سالون كې د ۱۶ كلنې تميمي پلار نوموړې ته په خطاب كې وويل چې “ پياوړې اوسه!“

تميمي ورته په مسكۍ خوله ځواب وركړ چې “ زه ښه يم!“

اې ولسه تاسو څومره بې وسه اوبې کسه یاست ! .

ددې نجلۍ په اړه مختلف څه لیکل شوې ،خودهغې مبارزه دوه اړخونه لري ،یوداچې مسلمه امت په احساسات ،ضمیراوناموس زخمي کړې ،له بل پلو غواړي چې دپخواپه څيردمیرمنوجګړې ته یوه لاره پرانستل شي،خودې حالت په مصرکې هم ډیروخت تیرکړه هلته هم دیوې مسلمانې ټولې په غیږکې هسي څه وشول چې تاریخ یې دلیکلوتوان نلري.

راحیله بلخي.

بیا وګوره

د ځوانانو پر معین د بي کفایتي او اخلاقي فساد تورونه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معین د بي کفایتي او اخلاقي فساد له …

له نشه یي توکو سره د مبارزي تګلاره به کار ورکړي

له نشه‎يي توکو سره د مبارزې وزارت په ننګرهار ولایت کې کلیوالي کرنیز پروګرام پراخوي. …