fbpx

بلخ کې محلي پولیس پرشاتګ ته اړشوي

 دبلخ ولایت یوه امنیتي چارواکي ویلي چې تیره ورځ دهمدې ولایت په شولګرې ولسوالۍ کې له ځینو سیمو محلي پولیس دوسله والو لخوا په شاتګ ته اړ شوي.

چارواکي وايي چې تېره ورځ، مازدیګر ۵ بجې دوسله والوطالبانو لخوا د بلخ ولایت، شولګرې ولسوالي اړوند نو قشلاق او بوزبای کې دمحلي پولیسو په پوستو تهاجمي بریدونه شوي چې پولیسو دتلفاتو له امله شاتګ غوره کړی.

خووسله والو بیاویلي چې محلي پولیسو پرلپسي پرله پسې بریدونو دې ته اړه کړي چې  وو له مقاومت پرته تښتې لاره غوره کړي او په دې سره د سیمې ۲۸ کلي چې ۴۰۰۰ کورنۍ پکې ژوند کوي نیولې دي.

کله چې په سیمه کې له افغان حکومت څخه په دې اړه پوښتل شوي هغوی دجګړې روان حالت تایید کړی خودپرمختګ په اړه یې رسما تائید نه کړه.