خبریال وېب پاڼه/د افغانستان د هنر وتلې ډېوه او ځلانده تورې نغمه ښاپېرۍ خلک د هنر په ژبه په کور کې تم کېدو او له کرونا ویروس سره مبارزې ته را بولي.
مېرمن نغمه په یو لنډ ۲ دقیقه یي ویډیویي کلېپ کې یوه سندره زمزمه کړې ده او ولس ته یې د کرونا پر وړاندې مبارزه کې په کور کې د تم کېدو پیغام وړاندې کړی دی. تر نغمې وړاندې د هنر دوو نورو مشهورو ستورو هارون پاچا او جاوید امرخېل هم ورته کلیپونه خپاره کړي وو او ولس ته یې د کرونا پر وړاندې د مبارزې لپاره په کور د تم کېدو زمزمې کړې وې.
د (یاره په کور پاتې شه) تر مطلې لاندې نغمې خپلې خپلې سندرې ته داسې شعر غوره کړی دی:
https://www.youtube.com/watch?v=lnnXm1mcQoM
یاره په کور پاتې شه
که دې روغتیا په کار وي
ژوند سره نور پاتې شه
په کور ناستی غوره کړه
ما سره ژمنه وکړه
راځه د ځا، کورنۍ سره ښېګڼه وکړه
د عاطفې څښتنه
لکه د مور پاتې شه
د کرونا ناروغي د مرګ ملګري دي
د آرمانونو قاتل لکه لوګري دي
د دې ټولنې په غم
لکه غمخوار پاتې شه
یاره په کور پاتې شه
د مرګ نه لرې ګرځه
ژوند سره نور پاتې شه
یاره په کور پاتې شه
او یاره په کور پاتې شه
دا په داسې حال کې ده چې کرونا په ټوله نړۍ کې یو ستر ناورین را منځته کړی دی چې تر دې مهاله یې څه د پاسه ۹۰ زره کسان وژلي او تر ۱۵ لکه زیات کسان پرې اخته دي. په افغانستان کې هم د دغې ناروغۍ له امله تر دې دمه ۱۵ مړینې ثبت شوې دي او تر ۵۱۰ زیاتې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د کرونا پر وړاندې د مبارزې لپاره د هر هېواد فرهنګي او هنري ستوري خپلو ملتونو ته لنډ لنډ ویډیویي پیغامونه خپروي چې کرونا جدي وګڼي او پر وړاندې یې یوازینۍ درملنه چې په کور کې تم کېدل دي، له خپل ځان او ټولنې څخه و نه سپموي ځکه که د دغې ناروغۍ پر وړاندې کمه لا پروايي هم وشي، د مرګ تر پولې مو رسولی شي.
په دې برخه کې د هندوستان وتلي سندرغاړي او د بالیووډ سنما تکړه ستوري هره ورځ خپلو ولسونو ته ځانګړي وقایوي پیغامونه خپروي چې له حوصلې څخه کار واخلي او په کورنو کې د خپل ځان او کورنۍ د روغتیا په خاطر تم شي.
هارون پاچا هم په خپله هنري ټوټه کې د کرونا لپاره هنري لارښوونې کړې وې. د زمزمې یوه انتره یې داسې وه:
زما ټکور کېنه
یې مې د دواړو سترګو تور کېنه
لارې کوڅې د کرونې ډکې دي
زما لالیه په خپل کور کېنه