fbpx

سهار له ١٠ مخکې ١٠ عادتونه مو د روغتيا لپاره اړين دي

که څه هم زموږ په کورنيو کې ښځې زيات کارونه ترسره کوي او بيا په ځانګړې توګه باندې سهار هم ډېر کارونه په غاړه وي، خو سهار له لس بجو څخه مخکې دا لس عادتونه د روغتيا او روغ صحت لپاره ډېر مهم دي، بايد دا خپل کړي.

يو ګيلاس اوبه:

له راپاڅېدو وروسته د خداى پاک شکر ادا کړئ، چې په ژوند کې يې درته يوه بله ورځ هم در کړه. د نوې ورځې پيلولو لپاره پکار ده چې ستاسې هاضمه سمه روانه شي تر څو ژوند مو سم پيل کړئ، نو لومړى هڅه وکړئ چې د تازه لېمو اوبه يا هم د مڼې اوبه وڅښئ، که دا نه وي نو بيا يو ګيلاس ساده اوبه وڅښئ. ځکه اوبه ژوند دى.

موبايل مه ګورئ:

له راپاڅېدو سره سم خپل موبايل مه ګورئ، ځکه دلته راغلي ميسجونه يا برېښناليکونه کولاى شي چې ذهن مو خراب کړي، نو بيا به د غاښونو د برش کولو پر مهال هم په همدې اړه فکر کوئ. له راپاڅېدو وروسته بايد لږ تر لږ يو ساعت خو د موبايل له رڼا څخه سترګې وساتئ، کله چې مو ذهن په بشپړه توګه راويښ شو، نو بيا په نورو کارونو توجه کول هم اسانېږي.

ژوره ساه واخلئ:

د ورځې پيل مثبت وکړئ. د هغه څه په اړه فکر وکړئ، چې ستاسې په ژوند کې يې خوشحالۍ راوستي دي، يا هغه څه چې تاسې يې په اړه فکر وکړئ او په مخ مو خوشحالي راڅرګنده شي. د داسې ښو وختونو په اړه فکر وکړئ او لس ځله ژوره ساه واخلئ، هوا ښه دننه راکاږئ او بيا يې بېرته راوباسئ، په داسې وخت کې هېڅ منفي او خراب فکر له ځان سره مه پرېږدئ.

لږ و ډېر ورزش:

لازمي نه ده چې د ورزش لپاره دې تيارى وکړئ، بلکې لږ و ډېر ورزش هم ستاسو بدن ته ډېره ګټه دررسوي او د ورځې په سختو کارونو کې درسره مرسته کوي. نو لږ و ډېر ورزش وکړئ، دا به درته ډېره ګټه درورسوي او هم به درته ځان تازه تازه ښکاري.

د مهم کار په اړه پرېکړه:

وخت ډېر په تېزۍ روان دى، که يو مهم کار همداسې پرېږدئ، چې سبا به وکړم، دا همداسې سبا په بل سبا او بل سبا په ښه لا بل سبا اوړي، که څه هم هغه کار بيا تاسې وه هم کړئ، خو ډېر وخت يې خراب کړى وي، نو که کوم مهم کار لرئ، لومړى ورته سم پلان جوړ کړئ او بيا د پلان تر مخه هغه کار پيل کړئ.

ښه سبانارى:

ښه او صحت مند سبانارى تاسې ته دا ګټه دررسوي، چې ټوله ورځ مو ښه تېره شي. که تاسې ښه سبانارى وکړئ، نو بيا به مو د ورځې ټول کارونه په ښه ډول ترسره کړئ.

ژبه پاکول:

ډېرى خلک د غاښونو د پاکولو پر مهال خپله ژبه نه پاکوي، د غاښونو د برش په شا باندې اسکربر لګېدلى وي، چې په هغې تاسې خپله ژبه پاکه کړئ. د داسې کولو سره به مو ساه هم تازه وي او له سباناري به هم ډېر خوند واخلئ.

موسيقي يا غږيز کتاب:

کولاى شئ چې د خپلې خوښې موسيقي واورئ، يا نن سبا غږيز کتابونه هم شته، تاسې کولاى شئ چې د خپلې خوښې غږيز کتاب واورئ، تر څو د ورځې د کارونو لپاره مو ذهن ارامه وي.

لمبا:

شاور يا لمبل انسان ټوله ورځ تازه او چست ساتي. که د لمبا پر مهال له نيمه ګرمو اوبو څخه ګټه پورته شي، نو دا لا هم ګټورې دي، همدا راز د بدن نمي هم پوره کوي.

٣٠ ثانيې وخاندئ:

پر ځان باور او د ځان احترام لپاره د شيشې مخې ته ودرېږئ او د ٣٠ ثانيو لپاره وخاندئ. د خداى شکر ادا کړئ، خپل ځان تشويق کړئ او بيا د ورځې د کارونو لپاره اماده شئ.

ژباړه : رحمت ديوان

………………….

ليکنې د ليکوالو خپل نظر دى. تاسو هم کولاى شئ چې موږ ته مو خپلې ليکنې او ژباړې د خپراوي لپاره راولېږئ. خپلې ليکنې او ژباړې راته په دې برېښناليک khabarialweb@gmail.com راولېږئ.