پاکستان اسټرالیا ته په سیریز کې ماتې ورکړه

خان وزير عابد

د پاکستان او اسټرالیا ترمنځ د دریو شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ په متحده عربي اماراتو کې د اکتوبر پر )۲۴(مه نېټه پیل شوې ده ، تېره شپه د اکتوبر پر )۲۶( مه نېټه د یاد سیریز په دویمه لوبه کې  پاکستان د دوهم ځل لپاره د )۱۱( منډو په توپیر استرالیا ته ماتې ورکړه

یاده لوبه په دوبۍ نړیوال لوبغالي کې د ماښام پرمهال پیل شوې وه چې د شپې ناوخته پای ته ورسېده په دې لوبه کې پچه پاکستانۍ لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه پاکستان په ټاکلو شل اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره اسټرالیا ته د ۱۴۸ منډو هدف وټاکه.

د پاکستان لپاره په توپ وهنه کې تر ټولو ډېرې منډې بابر اعظم )۴۵( او محمد حفیض )۴۰( منډې جوړې کړې.

د اسټرالیا لپاره په توپ اچونه کې کونټرل نېل درې او سټنلک دوه لوبغاړي تر نورو ډېر وسوځول.

د یاد )۱۴۸( منډو هدف په ځواب کې اسټرالیا لوبډله پاتې راغله او د )۸( لوبغاړو په سوځېدو سره یې په شل اورونو کې )۱۳۶( منډې جوړې کړې اوپر )۱۱( منډو یې سیالي وبایلله.

د اسټرالیا لپاره په توپ وهنه کې ډېرې منډې ګلین مکسوېل )۵۲( او کونټرل نېل )۲۷( منډې جوړې کړې.

د پاکستان لپاره په توپ اچونه کې شاداب خان او شاهین شاه افریدي دوه دوه لوبغاړي همدا رنګه عماد وسیم او محمد حفیض هم یو یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

یاده سیالي پاکستان لوبډلې د )۱۱( منډو په توپیر وګټله او د لړۍ دوه لوبو په ګټلو سره یې سیریز په خپل نوم کړ .

د شل اوریزو لوبو وروستۍ سیالي به د پاکستان او اسټرالیا ترمنځ سبا ماښام د اکتوبر پر )۲۸( مه نېټه په دوبۍ نړیوال لوبغالي کې ترسره شي.