کور پاڼه / منځ پانګه / سعودي کې په لومړي ځل دښځینه ژوند په اړه فلم جوړیږي

سعودي کې په لومړي ځل دښځینه ژوند په اړه فلم جوړیږي

دا لومړی ځل لپاره، د سعودي عربستان په ریاض کې د هالیووډ یو اداکاره د فلم ټولې صحنې ترسیم لپاره ډکوي ترڅو په دې اړه یوفلم ورغوي ،خومذهبپال یې دفحشاء راتګ لومړی پیل ګڼي.

یادونه شوې ده چې په دې فلم کې به دعربي ښځینه کلتورترڅنګ د سعودي د ښځینه ژوند او د سعودي عربستان اوسني حالت  انځورګري وکړي.

عجیبه یې په کې داښودلې چې په دې فلم کې به د فلم ټولې لوبغاړې به ښځینه میرمنې اونجوني  وي.

دفلم جوړونکي وايي چې دا فلم فریم نومیږي، چې د یوې عکاسې ژوند، چې له خاونده بیل شوې او سعودي ته تللې، چې دهغه په ژوند کړو وړو راچورلیځ ده.

ددې فلم جوړونکوزیارایستلی  چې دا عکاسه په څه ډول ځان د سعودي د میرمنو په څیر او د هغوې د ژوند د ډول سره عیاروي، په فلم کې یې ټوله صحنه ښودل شوې ده.

د فلم اداکارې لینډ سي لوهان د فلم په اړه زیات جزیات نه دي ورکړي، خو ویلي يې دي، چې موخه يې د ښځو ملاتړ دی،هغه ويلي چې په سعودي دلومړي ځل لپاره دښځوازادي ته ځای ورکړل شوي په همدې موخه یې فلم جوړ کړی ترڅوپه دې اړه کار وکړي.

داپه داسي حالکې چې  تیر ډیسمبر په میاشت کې سعودي چارواکو میرمنو ته د موټرچلولو او سینما ته د تلو اجازه ورکړه او دا يې د نویو اصلاحاتو او منځلاریتوب یوه برخه ګڼلې ،خوډیرستونزې لاپه لارکې لري.

یاده دې وي چې په ورته وخت کې ځینې مذهبي ډلو په سعودي حکومت تورپورې کړی چې هغوی ښځوته دازادۍ ورکولو غوښته دټرمپ هیله وه،هغوی وايي چې دادمکې ښاردی داسلام مرکزدی باید ورته درناوی وشي.

خوکارپوهان بیاوايي چې په سعودي کې دشیخانوترمنځ مسابقه دالسعود په کورنۍ دې ته زمنه هغه مهال برابره کړي چې کله ټرمپ دهغوی قدرت دساتلوژمنه ورکړي ،خوپه دې شرط چې په سعودي کې به دډیموکراسۍ ټول شراط اوقوانین منل کیږي یوهم دښځوازادي وه.

بیا وګوره

د ځوانانو پر معین د بي کفایتي او اخلاقي فساد تورونه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معین د بي کفایتي او اخلاقي فساد له …

له نشه یي توکو سره د مبارزي تګلاره به کار ورکړي

له نشه‎يي توکو سره د مبارزې وزارت په ننګرهار ولایت کې کلیوالي کرنیز پروګرام پراخوي. …