fbpx

ملابرادر د زلمي خلیلزاد په غوښتنه راخوشی شوی

ډآن ورځپاڼه

ډان ورځپانې لیکي چې پخوانی طالب چارواکی ملا برادر په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره د امریکا د ځآنګړي استازي زلمي خلیلزاد په غوښتنه راخوشی شوی دی .
دغه ورځپانې د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې له یوې باوري سرچینې لیکلي، نه یوازې دا چې طالبانو د ملابرادر د خوشي کولو غوښتنه کوله بلکې زلمي خلیلزاد هم په شخصي توګه د نوموړي په خوشي کېدو ټینګار کاوه .
د سرچینې په باور افغانستان ،پاکستان او قطر ته د خلیلزاد د سفر په پایله کې ملابرادر خوشی شوی دی . سرچینه وړاندې زیاتوي ، چې خلیلزاد د پاکستان پر حکومت له دې کبله د ملابرادر په خوشي کېدو فشار وارد کړی دی، چې د سولې خبرې ګړندۍ شي .
افغانستان په وار وار له پاکستان څخه د ملابرادر د خوشي کېدو غوښتنه وکړه ، خو دغه غوښتنه ته مثبت ځواب نه و ورکړل شوی ، خو د امریکا له غوښتې سره سم ملابرادر له بنده خوشی شو .
ملابرادر د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر مرستیال و چې د طالبانو په منځ کې له خوار نفوذ څخه برخمن و .
نوموړی دا مهال د پاکستان له لوري له بند څخه ازاد شوی دی او په اسلام آباد کې تر درملنې لاندې دی .

Loading...