fbpx

د ټاکنو کمیسیون کارکوونکو باندې ځانمرګي برید اووه تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند یوه ځانمرګي برید کوونکي د ټاکنوکمیسیون د کارکوونکو موټر په نښه کړ ، چې له کبله اووه تنو ته مرګ ژوبله واړوله .
د کورنیو چارو وزارت څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي،نن سهار اته بجې یو ځآنمرګی برید ګر چې غوښتل یې د ټاکنو کمیسیون کارکوونکي تر برید لاندې راولي خپل هدف ته تر رسېدو مخکې ووژل شو.
خبرپاڼه زیاتوي ، چې په یاد برید کې یو تن وژل شوی او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي، وژل شوی تن پولیس دی ، په ټپیانو کې دوه تنه پولیس او څلور تنه نور یې د ټاکنو خپلواک کمیسیون کارمندان دی .
ټپیان د پولیسو په مرسته روغتون ته انتقال شوي دي .
د یادې پېښې پړه تر اوسه پورې کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستی .