fbpx

عبدالله عبدالله دُبۍ ته تللی

د افغان حکومت اجرائیه رئیس د مخابراتو په نړیوال کنفرانس کې د ګډون په هدف، عربي متحده اماراتو ته تللی دی

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال فریدون خوځون وايي چې، عبدالله عبدالله به په دغه کنفرانس کې چې د متحده عربي اماراتو په دُبۍ ښار کې جوړ شوی، د افغانستان د دایمي پراختیا په برخه کې له نړیوالې ټولنې سره د ژمنو او دغه شان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په تړاو د پرمختګونو په اړه معلومات وړاندې کړي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ دغه یو ورځینی نړیوال کنفرانس چې د شااوخوا سلو هېوادونو استازو او لوړپوړو چارواکو پکې ګډون کړی، د عربي متحده اماراتو په مرکز دُبۍ ښار کې جوړ شوی دی.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ نړیوال کنفرانس په هرو څلورو کلونو کې د سیمې او نړۍ د هېوادونو د استازو په ګډون، په یوه هېواد کې جوړېږي او ګډونوال پکې په خپلو هېوادونو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د پراختیا او په دې لاره کې د ستونزو په اړه معلومات وړاندې کوي.

ښاغلی خوځون وايي، اجرائیه رئیس به د دغه کنفرانس په ترڅ کې د هېواد د اقتصادي، پراختیايي او د نوري فایبر د پروژو په اړه د سیمې او نړۍ له استازو سره خبرې وکړي او مرستې به یې جلب کړي.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال وايي، اجرائیه رئیس به د چین او ځینو نورو هېوادونو له استازو هم وغواړي چې د نوري فایبر له لارې د سیمې د هېوادونو د نښلو په برخه کې مرستې وکړي.

Loading...