The news is by your side.

د کورنۍ غړو سره د وخت تېرولو لپاره غوره لوبي!

خبريال وېبپاڼه: په کور کې د خپلې کورنۍ غړو سره ترڅو د خپلې کورنۍ د غړو په احساساتو او خاصيتونو خبر شئ.

ځيني خلک په کور کې د ډير وخت تېرولو سره هم ستړی کیږي.

لکه څنګه چې د قرنطين پرمهال ټول خلک په کورو کې بند پاتې وه او بهر ته نه شو وتلی نو په داسي شرايطو کې انسان ډير بد احساس لري داسي وي لکه بند خونه کې چې وي.

خو، په کور کې د خپلې کورنۍ غړو سره د ښه وخت تېرولو لپاره د حل ډيري لارې شته چې تاسو ته د خوشحالۍ او خوښۍ احساس درکوي.

ځيني داسي دوه کسيزه يا څو کسيزه لوبي هم شته چې د خپلې کورنۍ غړو سره يې ترسره کړئ تاسو به ورسره ډير راحت اوسئ.

په دې ليکنه کې به په هغه کوچنئ لوبو خبر شئ چې د ستړيا او زړه تنګون په وخت کې يې بايد د کورۍ له نورو غړو سره ترسره کړئ ترڅو د زړه تنګون او ستړيا څخه خلاص شئ.

* جرئت يا حقيقت؟، دا نو ډيره يو خوندوره لوبه ده چې تاسو ته د خوشحالۍ احساس درکوي دوه يا څو کسيزه ډله کې ترسره کيږي.

دې لوبه کې له مقابل لورې څخه پوښتنه کيږي جرئت يا حقيقت؟.

د جرئت په انتخابولو سره د مقابل لورې څخه د يو داسي کار غوښتنه کيږي چې هغه يې بايد ترسره کړي او خپل جرئت ښکاره کړي.

د حقيقت په انتخابولو سره له مقابل لورې د يو داسي شې پوښتنه کيږي چې هغه يې بايد رښتيا ځواب ووايې، د دروغو په ويلو سره بايد جريمه شي.

* سوال او ځواب، دې لوبه کې له يو بل څخه د سوال او ځواب په ډول پوښتني کيږي.

که چيري څوک درغلې وکړي، يا دروغ ووايې، او يا هم د سوال په ځوابولو کې پاتې راشي نو چانس يې د لاسه ځي او جريمه پرې هم ټاکل کيږي.

بيا د بل کس د سوال او ځواب ويلو وخت راځي او لوبه په همدې ډول مخې ته ځي.

* فکر وکړه څه دي؟، په دې لوبه کې مقابل لورې ته ويل کې زړه کې يو داسي څه وساته چې درڅخه پوښتنه وشي ستا ځواب به هو، يا نه، وي.

خو که د لوبې په وخت کې د درغلۍ او دروغو ويلو مخنيوی وي او رښتيا وويل شي لوبه به ډير خوند وکړي.

* د پخلې کولو سيالۍ، دا لوبه د کورنۍ د دوه غړو لخوا ترسره کيږي او د کورنۍ نور غړي يې فيصله او قضاوت کوي.

د يو څه په تيارولو کې د کورنۍ دوه کسه په سيالۍ اچول کيږي او هر هغه چا چې ښه پخلی کړی وي وي هم انعام او هم شاباس ورکول کيږي.

* مصنوې لوبي لکه لډو، شطرنج، او نور، دا لوبي هم خپل وسايل لري او هم په موبايل کې ترسره کيږي چې د ساعتيرۍ او وخت تېرولو لپاره ډيري غوره لوبي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.