The news is by your side.

یو والي او مرستیال د اخلاقي فساد په تور تورن شول

خبریال وېبپاڼه – د افغانستان پر اکثره چارواکو د مالي فساد تورونه لګول کېږي خو ځیني چارواکي ‌له مالي فساد سره سره په اخلاقي فساد کې هم ښکیل وي.‌

د ارګ سرچینو خبریال وېبپاڼې ته وویل چې تازه داسي اسناد په لاس ورغلي چې د دایکنډي ولایت ‌والي محمد ضیا همدرد او ددې ولایت مرستیال ډاکتر محمد علي په اخلاقي‌ فساد کې ککړ دي او ولسمشر یې د لیري کېدو پرېکړه کړې ده.

خبریال وېبپاڼې ته د ارګ سرچینو وویل چې ولسمشر غني پرېکړه کړې چې دواړه چارواکي دي د اخلاقي فساد په تور لمړی له دندو لیري او بیا دې څارنوالي ته معریفي کړل شي.

د خبریال وېبپاڼې سرچینې وايي چې دایکنډي‌ولایت ته ارګ د یوې ښځینه والۍ د ورلېږلو پرېکړه کړې ده چې ښايي ژر اعلان شي.

دایکنډي ‌په مرکزي‌ افغانستان کې اباد ولایت دی چې د وګړو لویه برخه یې هزاره افغانان دي؛ خو په خوا کې د اروزګان ولایت نه د وربېلو شویو ولسوالیو ډېری پښتانه هم د همدغه ولایت تر اداري جوړښت لاندي راځي.

په دې وروستیو کې افغان حکومت بوخت دی چې د مالي او اداري فساد ترڅنګ د اخلاقي فساد دوسیې هم را وسپړي؛ خو د هیواد ډېری وګړي په دې باور دي چې د مالي‌ او اداري فساد سره سره په اخلاقي فساد تر ولایتونو زیات کابل مېشتي لوړرتبه مامورین ښکیل دي.

که څه هم د خبریال همکار هڅه وکړه چې په دې تړاو د دایکنډي د والي غبرګون تلاسه کړي؛ خو ونه توانېدو؛ البته دایکنډي ولایت ‌والي محمد ضیا همدرد او ددې ولایت مرستیال ډاکتر محمد علي به لمړني افغان لوړرتبه چارواکي‌وي چې د اخلاقي فساد په تور له دندو لیري کېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.