fbpx

د طالبانو پنځه نور لوړپوړي چارواکي د قطر دفتر سیاسي غړي وټاکل شول

د امریکایي عسکر بوبرګرډال په بدل کې له ګوانټانامو څخه را خوشي شوي طالب چارواکي د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي ټاکل شوي دي .
د طالبانو د سیاسي کمیسیون یو غړي افغان اسلامي اژانس سره په خبرو کې ویلي چې د طالبانو د مشرتابه د پرېکړې په اساس پنځه تنه طالب مشران د قطر د سیاسي دفتر د غړیو په توګه وټاکل شول .
دا پنځه تنه هر يو ملا محمد فاضل، ملا نور الله نوري، ملا خير الله خيرخواه، عبدالحق وثيق، او محمد نبي عمري دي.
د طالبانو دې سرچينې زياته کړه چې (په دې هدف چې سياسي دفتر لا تقويه شي، له ګوانتنامو زندان څخه څو کاله مخکې خوشې شوي پنځه تنه چې ټول د مرحوم ملا محمد عمر مجاهد نژدې ملګري او هغه ته نژدې کسان بلل کېدل، په قطر کې د اسلامي امارت د سياسي دفتر اعضاء وټاکل شول).
دا پنځه تنه په تحريک کې منل شوي څېرې دي، هم په ملکي برخه کې پرې اعتماد کيږي، او هم د نظامي طالبانو په منځ کې له لوړ اعتماد څخه برخمن دي.
دې سرچينې وويل (د دې کسانو په زياتېدو سره به د سياسي دفتر چارې تقويه شي، دا له پخوا راهيسې د طالبانو په تحريک له نفوذ څخه برخمن دي، د حکومتدارۍ تجربه لري، با اعتماده اشخاص دي، او په نړيواله کچه هم پېژندل شوي دي).
د طالبانو د رهبرۍ شوری ته يوې نژدې يوې سرچينې بيا افغان اسلامي اژانس ته وويل له يوې مودې راهيسې د قطر په دفتر کې د دې کسانو د زياتولو په اړه سلا مشورې روانې وې، چې بالاخره تېره ورځ مشرتابه (شيخ هبة الله اخوندزاده) فرمان صادر، او هغوی رسماً په دوحه کې د سياسي دفتر غړي وټاکل شول.
د طالبانو په سياسي دفتر کې دا ټاکنې په داسې حال کې کيږي، چې په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر غړيو د روانې ميلادي مياشتې په دوهمه اونۍ کې له زلمي خليلزاد سره وکتل، همدا راز د جولای په مياشت کې مرکزي او جنوبي اسيا په چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې اليس ويلز په قطر کې له طالب استازو سره کتلي وو.
ملا محمد فاضل اخوند د طالبانو په واکمنۍ کې د افغانستان لوی درستيز و، ملا نور الله نوري د شمالي ولايتونو تنظيمه رئيس، ملا خير الله خيرخواه د هرات والي، د جنوب لويديځ زون تنظيمه رئيس او د کورنيو چارو وزير، عبدالحق وثيق د استخباراتو د ادارې مرستيال، او مولوي محمد نبي عمري د طالبانو په ليکو کې دندې نه دي تر سره کړي، خو هغه د مرحوم مولوي جلال الدين حقاني سره نژدې تن و.
دې کسانو له خوشې کېدو وروسته په قطر کې ژوند کولو، او ويل کيږي، شونې ده چې له امريکا سره په راتلونکو ناستو کې دوی مهم رول ولوبوي.
د يادونې وړ ده چې له دې وړاندې د طالبانو په سياسي دفتر کې له ملا عبدالاحد جهانګيروال، مولوي شهاب الدين دلاور، او قاري دين محمد حنيف پرته نور داسې غړي نه وو، چې د طالبانو په واکمنۍ کې يې لوړې دندې تر سره کړې وي، بلکې يا هم د ټيټې کچې مسئولين پاتې شوي، او يا هم هغه کسان دي، چې نه يوازې دا چې د طالبانو په حکومت کې يې کار نه دی کړی، بلکې راوروسته هم غير معروفې څېرې وې.
ملا عبدالاحد جهانګيروال د ملا محمد عمر نژدې ملګری، د هغه باوري تن او سکرتر و، مولوي شهاب الدين دلاور د طالبانو په واکمنۍ کې په سعودي کې سفير، وروسته د سترې محکمې مرستيال و، او قاري دين محمد د طالبانو په حکومت کې د پلان او عالي تحصيلاتو وزير په توګه دنده تر سره کړې ده.
د يادولو وړ ده چې د طالبانو د سياسي دفتر په چوکاټ کې تازه زيات شوي پنځه تنه د 2014 میلادي کال د مې په میاشت کې ګوانتنامو له زندانه قطر ته انتقال شول، چې په مقابل کې يې طالبانو د (بوبرګډال) په نوم امريکايي سرتيری څوک چې د طالبانو سره د پنځو کلونو لپاره بندي وو، خوشې کړ.
اوسمهال د قطر دفتر شا او خوا پنځلس غړي لري چې مشر يې شير محمد عباس ستانکزی، او مرستيال يې ملا عبدالسلام حنفي دی او د دې پنځو تنو سره يې شمېر شاه خوا شلو تنو ته ورسېده.
طالبانو په رسمي ډول په دې اړه تر اوسه پورې څه نه دي ویلي .