fbpx

نامعلومه چورلکې افغانستان ته داعش وسله وال لېږدوي

روسیه وایي لا هم نامعلومه چورلکې افغانستان ته دداعش ډلې وسله وال لېږدوي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا تېره ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي، یوه ډله خلک تور پورې کوي، چې روسیه غواړي په افغانستان کې دداعش حضور خطرناک وښيي او خلک ترې ووېروي. د نوموړې په وینا روسیه نه غواړي خلک په افغانستان کې دداعش له حضور ووېروي، بلکې په دغه هېواد کې د یادې ډلې حضور حقیقت دی او پر وړاندې یې اقداماتو ته اړتیا ده. زخارووا وايي دا ډېره حیرانوونکې ده، چې د امریکايي ځواکونو له حضور سره سره هلته داعش وسله وال په چورلکو کې لېږدول کېږي او یا هم د شته وسله والو ملاتړ د همدې ناپېژانده چورلکو په مرسته ترسره کېږي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي دوی له طالبانو سره په اړیکه کې دي، خو یوازینۍ موخه یې له دغه اړیکې د افغان سولې خبرې او په دغه هېواد کې د روسي وګړو د امنیت خوندیتوب دی. ویاندې په افغانستان کې د تېرو ټاکنو ترسره کېدل هم بریالی ګام بللی دی او وایي چې په افغانستان کې د ولسي جرګې ټاکنې په دغه هېواد کې د ولسواکۍ د بنسټیزه کولو لپاره تر ټولو غوره لار ده.

Loading...