The news is by your side.

دوحه کې په تازه غونډه کې څه تېر شول؟

خبريال وېبپاڼه؛ په دوحه کې د طالبانو او افغان حکومت د استازو ترمنځ نن بيا يوه ناسته شوې ده، د طالبانو له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې دغه غونډه په دوستانه فضا کې ترسره شوه.

د طالبانو او افغان حکومت د استازو ترمنځ غوندې د طالبانو د انکار له کبله څه موده په ټپه درېدلې وې چې اوس تازه نن ماښام بيا د يوې غونډې خبر ورکړل شو.

د طالبانو او افغان حکومت د استازو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې دواړو لورو په دې باندې ټينګار کړی دی چې خبرې او مذاکرات بايد دوام وکړي، ددې ترڅنګ د دواړو ډلو ګروپونو ته هم دنده ورکړل شوې ده چې د خبرو د اجنډا لیست ترتيب کړي.

دا لومړی ځل دی چې وروسته د څلورو اونیو ځنډ څخه د دواړو لوريو استازي یو ځاي سره کېني او غونډه کوي، په تېرو څلورو اونیو کې طالبانو او افغان حکومت دواړو په يو بل توندې نیوکې کړې وې‌.

افغان حکومت په طالبانو تور لګاوه چې په هېواد کې یې جګړې ته زور ورکړی دی د خبرو مېز یې پرېښی او د ايران او روسيې څخه د افغان حکومت چارواکو ته دا واي یچې چوکی پرېږدي او استعفا ورکړي.

خو طالبان بيا خپل سفرونه ډېر زيات مهم بولي او وايي چې ددوی سفرونه مهم و او د خبرو دوام ته ژمن دي.

شننوکي وايي چې دواړه لوري بايد د موجود فرصت څخه استفاده وکړي، د باور د فضا د رامنځته کولو لپاره کار وکړي، که دا فرصت له لاسه ولاړه بيا به هم هېواد ډېر ناوړه حالت ته ولاړ شي او هم به دواړه لوري په هېواد کې منفور شي.

د حالاتو څارونکي په طالبانو غږ کوي چې له کبر څخه دې لاس واخلي د خبرو لاره دې غوره کړي څنګه يې چې د امريکا سره اوربند کړی دی همداسی د افغانستان د ملي پوځ سره اوربند وکړي ترڅو په هېواد کې روانه وينه تويېدنه پای ته ورسېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.