The news is by your side.

د نړۍ ترټولو زوړ ۹۶ کلن محصل!

 خبريال وېبپاڼه: د نړۍ ترټولو زوړ محصل د ايټاليا له پاليرمو پوهنتون فارغ شو.

دا محصل چې جوسپيني پتيرنو نوميږي او ۹۶ کاله عمر لري د ايټاليا له پاليرمو پوهنتون د تاريخ او فلسفې پوهنځی څخه يې د فارغت سند ترلاسه کړ.

جوسپيني پتيرنو د دوهمې نړيوالې جګړې پرمهال سرتيری وه او د دوهمې نړيوالې جګړې وروسته يې د ايټاليا د اوسپنې پټلۍ په يوه شرکت کې کار کولو.

پتيرنو د خپل ځان په اړه وايې، ( د ۹۰ کلنۍ وروسته يې ليکلو او لوستلو ته پام شو، هغه وايې زما راتلوونکی پلان ليکل او لوستل وه.

د ۹۰ کلنۍ وروسته مې غوښتل خپل ډير وخت ليکلو او لوستلو ته ورکړم، غوښتل مې ټولو هغه متنونو چې نه مې دي لوستلي د راتلوونکي لپاره يې ولولم او همدا زما موخه وه).

پتيرنو چې ځوان لمسيان هم لري، هغه د کمزورې اقتصاد له امله ونه شو کړی چې په ځوانۍ کې زده کړې وکړي.

هغه وايې، زه لکه د نورو خلکو پشان يو عادې انسان يم، هغه وايې چې له هغې څخه د فراغت وروسته وپوښتل شول چې ته ولې دومره ډير عمر کې فارغ شوي؟

هغه ويل ما ځواب ورکړ د تعليم د حاصلولو لپاره ډير يا کم عمر مهم ند دی بلکې هر هغه وخت چې انسان د تعليم لپاره وخت او موقع پيداکړه بايد تعليم وکړي.

جوسپيني پتيرنو د ايټاليا د پاليرنو پوهنتون څخه د فراغت ترڅنګ د نړۍ د زړو محصل په وياړ يو جايزه هم وګټله.

هغه د ځان په اړه دا هم وايې چې له ځوانۍ يې ليک او لوست سره بی کچي مينه لرله خو د کمزورې اقتصاد له وجهې يې ونه شو کړی چې پوهنتون ولولي او هغه هيله يې اوس په بوډاوالې کې پوره شوه.

تر دې مخکې د امريکا متحده ايالاتو هم يو زړو محصل په پوهنتون کې زده کړې کولي خو د هغې عمر ۸۱ کاله وه.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.