The news is by your side.

د فرعون د مرګ راز افشا سو

خبریال ویبپاڼه/ تراوسه پوري په نړۍ کې داسې بل کوم جسد نسته چې له دومره ډیرو کلونو وروسته هم د جسد ټولې برخې روغي وي د ټاو دوه فرعون پر جسد کلونه وړاندې هم څېړنې سوې وې خو اوس تازه د هغه د مرګ چې څنګه وژل سوی نادرې خبرې سوې چې تاسو يې په دې مطلب کې ولولئ

د مصري فرعون د مرګ په هکله زیاتي څېړنې وسوې خو اوس  څیړونکي وایي چې داسې شواهد يې تر لاسه کړي چې د ټاو دوه په نوم دا فرعون د جګړې په ډګر کې وژل سوی وي.

د راپورونو له مخې چې جزیات يې د ژوندي سایسن لایو ساینس په نوم یوې ادارې خپاره کړي ويلي دي چې څیړونکو د ټاو دوه فرعون پر مومیایي مړي څېړنې کړې او د بدن له زخمونو څخه يې مالومه سوې  چې نوموړی جګړه کې وژل سوی او هغو کسانو  چې دا فرعون يې مومیايي کاوه په دې لټه کې وو، چې د هغه زخمونه پټ کړي د هغه پر جسد یو شمېر زخمونه مالومیږي، د هغه پر تندي او سترګو سره نژدې د زخمونو ډولونه او د هغه له پزې سره د خنجر زخم چې تر جمجې رسیدلی داسې ښکاري چې دا فرغون د ټولو زاویو له لوري د حمله کوونکو له لوري محاصره سوی او بریدونه پرې سوي  د دې څیړونو په اصلي راپور کې ویل سوي چې دې فرون له خپلو سرتیرو سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې شتون درلود او خپل ځان یې د مصر د ازادۍ لپاره په خطر کې اچولی، څو کلونه وړاندې لرغون پيژندونکي د دې مومیايي جسد پر ځینو برخو یو شمېر زخمونه کشف کړي ول خو د نویو تحقیقاتو په جریان نور نوي زخمونه هم وموندل سول چې وړاندې له نظره پټ ول چې د دې نویو زخمونو له لارې داسې اټکل کیږي چې دا فرعون د جګړې په ډګر کې وژل سوی.

ټاو دوه فرعون د اټکل له مخې د ۱۵۵۸ او ۱۵۵۳ کلونو ترمنځ د مصر پر جنوب واکمني کړې دا هغه وخت وو چې مصر د هایکوس له لوري اشغال سوی وو.

داسې فکر کیږي په کومه جګړه کې چې فرعون ټاو دوه  وژل سوی وو، د هغه لمسیان د هایکوسانو پر وړاندې جګړه ګټلې او بریالي سوي وو

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.