The news is by your side.

روسيې د کابل ځواب ترلاسه کړ

خبريال وېبپاڼه؛ په دې وروستيو کې چې طالبانو په افغانستان کې د اشرف غني استعفا وغوښته او مدعي شول چې دوی او امريکا په دې باندې توافق کړی دی چې په افغانستان کې به یو نوی حکومت رامنځته کېږي د روسیې له لوري هم ورسره د همغږۍ یو غږ راپورته شو.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمير کابلوف په خپلو وروستیو څرګندونو کې وويل چې په افغانستان کې به د شخړې نهايي حل بالاخره د يوه انتقالي حکومت رامنځته کول وي.

ددې څرګندونو په غبرګون کې ولسمشر غني په ښکاره وويل چې ترڅو دی ژوندی وي نو په افغانستان کې به هېڅوک موقت حکومت ونه ويني، غني وويل چې حکومت او چارې به يې هغه چاته سپارل کېږي چې خلک يې وټاکي.

د روسیې ځانګړي استازي خپلې څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې څو ورځې وړاندې د طالبانو يو هيئت مسکو ته تللی و او له هغه ځايه يې د ولسمشر غني استعفا وغوښته.

شننونکي وايي چې مسکو به اوس په دې ښه پوه وي چې کابل په هېڅ ډول شرايطو دې ته نه دی تیار چې په دې هېواد کې يو ځل بيا موقت حکومت رامنځته شي.

د حالاتو څارونکي وايي چې افغانستان که ناقص هم دی د ټاکنو یو سيستم لري، خلک پخپله اراده باندې د هېواد د چارو مشر ټاکي، که طالبان په ريښتيا د افغانستان اکثريت خاورې د کنټرول او د خلکو د ملاتړ په ادعا کې صمصمي او ريښتيني وي نو د ټاکنو د سيستم د اصلاح غوښتنه دې وکړي او د مخکې له وخته ټاکنو غوښتنه دې وکړي.

خو له دوحې څخه د افغان مذاکراتي ټيم غړي وايي چې طالبانو په ښکاره دوی دا نه دي ويلي چې دوی ټاکنې کوي يا په افغانستان کې د ټاکنو سيستم ته ژمن دي خو په ښکاره يې دا رد کړې هم نه ده چې ټاکنې نه مني.

د بلې خوا بيا د وسله والو طالبانو د څرګندونو څخه داسې جوتېږي چې دوی ټاکنو ته چندان علاقه نلري، ددې ډلې ویاند د ټاکنو سيستم داسې یو سيستم وباله چې کوم خلک دوکه کوي دروغ وايي نو هغه پکې بريالی کېږي او کوم خلک چې دا کار نکوي نو پاتې کېږي نو په داسې يو سيستم دوی باور نلري.

طالبان په خپلو څرګندونو کې په ښکاره دا وايی چې دوی به داسې يو حکومت کوي چې د خلکو له ملاتړ او رضایت څخه به برخمن وي خو په دې هکله واضح دريځ نه بيانوي چې دا هرڅه به د کوم سيستم او تګلارې په اساس کېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.