fbpx

کابل کې یوه څلور لاري‌د جنرال رازق په نوم شوه

ولسمشر وايي د جنرال رازق د خدمتونو او مبارزې په درنښت د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر او په کندهار ولایت کې د پولیسو اکاډمي د نوموړي په نوم و نومول شول . غني زیاته کړې چې ډېر ژر به د جنرال رازق د مقبرې د جوړېدو کار پیل شي .
د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي ، چې ولسمشر غني نن دا خبرې د کندهار د قومي مشر سره په یوه لیدنه کې وکړې .
ښاغلي غني د کندهار مشرانو سره په کتنه کې وویل، شهید ستر جنرال عبدالرزاق یو شخص نه، بلکې یو بنسټ او له بین المللي همکارانو سره د همغږۍ غوره نمونه وه
اشرف غني اړوندو ارګانونو ته د جنرال عبدالرازق د مرګ پېښې د هر اړخیزې څېړنې لارښوونې ته په اشارې وویل (د جنګ او سیاست په ډګر کې مات شوی دښمن په بې اساسه اوازو زموږ د ملي یووالي او بین المللي مناسباتو د خرابولو هڅه کوي، مګر د میرویس نیکه او احمدشاه بابا لمسیان به هیڅ وخت دښمن ته د نفاق خورولو اجازه ورنه کړي.)
جمهور رئیس غني همدا راز د کندهار ولسونو څخه د ولسي جرګې ټاکنو کې د پراخ ګډون او بریالي ترسره کېدو له امله هم مننه وکړه.
خبرپاڼه وايي چې د کندهار د ولایتي شورا رئیس سیدجان خاکرېزوال، په کندهار ولایت کې د سولې په چارو کې د جمهور رئیس ځانګړي استازي مسعود اخندزاده او د زابل د ولایتي شورا رئیس عطاالله جان حقبیان په لوی کندهار کې د مېشتو امنیتي او دفاعي ځواکونو تشکیل، تمویل او تجهیز ته د پاملرنې او د ولسي جرګې ټاکنو په پایلو کې د هر ډول لاسوهنې د مخنیوي په اړه خپل وړاندیزونه له جمهور رئیس سره شریک کړل.
بايد وويل شي چې د سويلې حوزې په کچه د کندهار ځواکمن امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق دولس ورځې وړاندې د کندهار ولايت مقام کې د ناټو له قوماندان سره تر يوې غونډې وروسته د يو سرحدي پوليسو په ډزو ووژل شو.
په دې پېښه کې د کندهار د ملي امنيت رئيس عبدالمؤمن حسين خيل او د ملي راډيو تلويزون يو عکاس هم ووژل شول، د دې ترڅنګ دې پېښه کې د کندهار والي جنرال زلمی ويسا، د پوليسو د زون قوماندان عبدالنبي الهام او درې امريکايان ټپيان هم شول.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم په ارګ کې د ورستیو تروریستي پېښو کې د وژل شویو کسانو روح ته دعا وشوه .